طالبانو تورخم کې پر امریکايي اډې برید کړی

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار تورخم سرحدي سیمه کې وسله والو طالبانو د امریکايي پوځيانو د پوځي تجهیزاتو پر یوه مرکز ډله ییز برید کړی.

ناټو ویلي چې په دغه برید کې هېڅ کوم بهرنی نه دی وژل شوی، خو د درېیو برید کوونکو په وژل کېدا پای ته ورسېد.

د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته وویل، برید (دوشنبه) د سپتمبر پر دویمه سهار شپږ بجې شوی، چې بیا چاودنې هم شوې دي.

عبدالزی وايي، چې په برید کې ۴۱ پوځي ګاډي ویجاړ شوي، خو طالبانو دا شمېر څو برابره ډېر ښوولی دی.

دغه برید د امریکايي ځواکونو هغې پوځي اډې ته څېرمه پر هغه مرکز شوی، چې له افغانستانه ایستل کېدونکي پوځي توکي په کې ځای پرځای شوي دي.

بمبار

ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې، د نوم نه ښوولو په شرطر بي بي سي ته تر برید وروسته چاودنې وشوې او بیا د ناټو چورلکو بمباري وکړه او لاهم الوتکې د برید پر اسمان چورلېږي.

دغه سرچینه وايي، شاید بمبارۍ کې برید کوونکي وسله وال وژل شوي وي.

د برید له کبله د تورخم- جلال اباد لویه لاره تړل شوې ده.

د ناټو د تجهیزاتو دغه مرکز د تورخم سرحدي مېنه کې د امریکايي ځواکونو اډې ته څېرمه پروت دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
د عکس تشریح، د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، چې برید دوی کړی، خو ادعا کوي، چې په برید کې لس امریکايي ټانکونه او ګڼ ټېلر ویجاړ شوي دي.

دوی وايي، چې په برید کې لسګونه پوځيان وژل شوي او ټپیان دي، خو کومې رسمي سرچینې د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي، چې دا برید په سپکو او درنو وسله د دوی سمبالو وسله والو کړی.