د فراه او هلمند بریدونو ۱۰ ولسي وګړي وژلي

د هلمند لښکرګاه دویمې حوزې اړونده سیمه کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د ناټو ځواکونو د موټرو کاروان ته څېرمه چوول شوی، چې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون یې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژلي او تر لسو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک رسنیو ته ویلي، برید د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال په موټر کې یوه سپاره ځانمرګي برید کوونکي د ناټو ځاوکونو د ګاډو کاروان ته څېرمه ځان والوځاوه.
که څه هم د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو عیني شاهدانو ویلي، چې د برید له کبله یې سیمه د بهرنیو ځواکونو زیانمن شوي موټر ولیدل.
عمر ځواک وايي، د برید له کبله سیمه کې ځینې دوکانونه او کورونه هم زیانمن شوي.
تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.
فراه
بل خوا د افغانستان فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي ټانکرونو برید شوی، چې له کبله یې لږترلږه شپږ چلوونکي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د فراه ولایتي ویاند عبدالرحمن ژوندی وايي، پېښه تېر ماښام اووه بجې د فراه بالابلوک ولسوالۍ فراه رود کلي کې شوې ده.
نوموړی زیاتوي، هلته د ټانکرو پر تمځای طالبانو راکټ توغولی، چې لږترلږه شپږ کلینران په کې وژل شوي او لس نور ټپیان دي او څلوېښت ټانکر سوځېدلي.
هرات کې زموږ خبریال محمد قاضي زاده د عبدالرحمن ژوندي په حواله وايي، په دې سیمه کې اکمالاتي ټانکر درول کېږي، چې له همدې سیمې نورو ولایتونو ته لېږدي.
طالبانو ویلي چې د فراه رود ولسوالۍ د بهرنیو د قرارګاه ته څېرمه د ناټو اکمالاتي کاروان پر تمځي د توغندیو برید کې یې ګڼ موټر سوځولي چې تېره کرۍ شپه د اور لوګي ترې پورته کېدل.

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند د موټروانانو د وژل کېدو په اړه هېڅ نه دي ویلي.
فراه رود فراه ولایت کې له هراته تر کندهاره د حلقوي سړک هغه برخه ده، چې پر اکمالاتي کاروانونو تر نورو سیمو ډېر بریدونه شوي.
وړاندې هم د دغه حلقوي سړک په اوږدو کې ورته بریدونه شوي چې تلفات یې هم لرل.
فراه د افغانستان په سوېل لوېديځ کې له ناامنه سیمو ګڼل کېږي.
تېره ورځ د هرات ګلران ولسوالۍ کې د هغو شپږو افغان انجنیرانو مړي وموندل شول، چې څو ورځې مخکې طالبانو تښتولي وو.








