په فراه کې د ایټالوي ځواکونو پر کاروان برید وشو
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځانمرګی برید د دوو بهرنیو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړي دي.
د فراه ولایت د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي بي بي سي ته وویل بریدګر په یوه موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او د کندهار هرات پر لویه لار یې د ایټالوي ځواکونو له کاروان سره نیژدې وچول.
د ده په خبره په پېښه کې دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دغه برید کې یې پنځه ایټالوي پوځیان وژلي دي.




