'کابل کې چینایان په مرموز ډول وژل شوي'

د کابل پولیسو وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د درېیو چینايانو او یوه افغان ساتونکي د مرموز قتل په اړه له رسنیو سره د خپلو څېړنو پایلې شریکې کړي.
د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي پېښو د مبارزې مشر جنرال محمد ظاهر بي بي سي ته وویل، دا چې تر اوسه د پېښې په اړه پلټنې بشپړې شوې نه دي، له رسنیو سره یې په اړه معلومات نه شي شریکولی:
''ډېرې زیاتې خبرې دي، خو اوس قضیه تر څېړنې لاندې ده، اوس خبرې کول یوڅه ستونزمن دي، پولیسو ټول معلومات ترلاسه کړي، فکر کوم چې تر درېیو ورځو پورې به دا ستونزه حل شي، خو هڅه مو دا ده چې اصلي مجرمین ونیسو''.
زموږ همکار هدایت الله همیم وايي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یوه جنايي پېښه بللې ده، چې په وینا یې د دویم تري تم شوي چینايي د څرک لګولو عملیات دوام لري.
مېلمستیا
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، لومړنیو څېړنو ښوولې چې تر پېښې وروسته یوه چینايي ځان امریکايیانو ته سپارلی او دا یې منلې ده، چې درې چینایان او د هغوی یو افغان ساتونکی تر یوې مېلمستیا وروسته وژل شوي:
''د درېیو چینایانو د وژنې جنايي پېښه کې، چې دوه نور چینایان هم پېښه کې موجود او بیا تري تم شوي وو، تېره ورځ یو چینایی وموندل شو، چې اوس پولیس ترې پوښتنې ګروېږنې کوي. له پوښتل شوي چینايي ترلاسه شوي معلومات ښيي چې یوه چینايي نورو چینایانو ته مېلمستیا کړې وه، دا یو مرموز قتل دی، خو پولیس د پېښې د عاملینو نیولو په لټه کې دي''.
د تېرې یکشنبې پر ورځ کابل کې د چین سفارت بي بي سي ته وویل، چې یوه چینايي د قتل تر پېښې وروسته ځان امریکايي اډې ته سپارلی.
د کابل پولیسو د تېرې پنجشنبې پرورځ، چې د کمکي اختر لومړۍ ورځ وه، د کابل ښار یوه ودانۍ کې د درېیو چینایانو او یوه افغان مړي وموندل.
د چین سفارت پر لومړۍ ورځ د خپلو وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
کابل کې د چین سفارت ویلي چې وژل شوي وګړي یې افغانستان ته د شخصي سوداګرۍ لپاره راغلي وو.








