چين کې له لسګونو کلونو راهيسې بې سارې تودوخه

چين کې دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد ځينو برخو کې د تودوخې درجې ريکارډ کچې ته رسېدلې، او په شانګهای کې د ريکارډ له مخې "تر ټولو توده جولای" بلل شوې ده.
د چين ځينو برخو کې تودوخه له ريکارډ کچې لوړه شوې، چې ورسره د دغه هېواد په کچه لومړی ځل د تودوخې دوهمې کچې بيړني حالت خبرداری ورکړل شوی دی.
په شانګهای کې لږترلږه ۱۰ کسان د تودوخې له حملو مړه شوي، په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې دغه ښار په ۱۴۰ کلونو کې تر ټولو ګرمې جولای مياشت تېر شوی دی.
ځايي خبريالانو د ګرمۍ څرګندونه پر پليو لارې د غوښې په سره کولو کړې ده.
د هېواد په کچه د تودوخې دغه خبرداری نهه ولايتونه پوښي، چې انهوی، جيانګسو، هونان، هوبی ولايتونه او دغه راز شانګهای او چونګ چينګ ښارونه هم په کې راځي.
د شانګهای هواپېژندنې ادارې په وينا شانګهای په جولای کې ۲۴ ورځې د سانټي ګرېډ له ۳۵ درجو لوړې تودوخې ليدونکی و.
د هوا پېژندنې جګپوړی چارواکي (وو ژوي) وويل "له هغه راهيسې چې شانګهای د هوا درجې ثبتولو خپل سيتم لرلی، دا بايد يو نوی ريکارډ وي."
"دغه راز سږ کال جولای کې د شانګهای تودوخه په سانټي ګرېډ ۴۰،۶ درجو ته رسېدلی، چې دا د بل هر وخت پرتله تر ټولو لوړه تودوخه ده. نو په جولای کې تر ټولوړې لوړې تودوخې شانګهای کې ريکارډ مات کړی".
د چين دولتې خبري اېجنسۍ شينهوا د روغتيايي چارواکيو په وينا ويلي په شانګهای کې څه د پاسه ۱۰ کسان وروسته له هغه مړه شوي، چې د تودخې حمله پرې راغله.








