چین وايي کابل کې یې درې وګړي وژل شوي

چین ویلي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې ناپېژاندو وسله والو درې چینایان وژلي او دوه یې تښتولي وو، چې یو یې د شنبې پر ورځ ژوندی موندل شوی او د یوه بل لټون دوام لري.
خو د شنبې په ورځ د چین رسمي خبري اژانس <link type="page"><caption> شینخوا </caption><url href="http://news.xinhuanet.com/english/china/2013-08/10/c_132619434.htm" platform="highweb"/></link>کابل کې د خپل سفارت له قوله ویلي، چې له دوو تري تم شویو چینایایو یو یې ژوندی موندل شوی او د بل لټون روان دی.
سرچینه وايي، چې موندل شوی چینایی یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی.
شینخوا وايي، چې د تېرې پنجشنبې ورځې په وژل شویو چینایانو کې یو نارینه او دوې ښځې دي، چې د کابل په زړه کې اوسېدل.
د چین د رسمي خبري اژانس په حواله، د پېښې په ځای کې د یوه افغان مړی هم موندل شوی، خو افغان چارواکو تر اوسه نه د چینایانو او نه هم د دغه افغان د وژل کېدو پېښه تایید کړې ده.
د چین سفارت منلې ده، چې پنځه واړه چینایان کابل کې پر خپله شخصي سوداګرۍ بوخت وو.
که څه هم افغان چارواکو تر اوسه د پېښې دقیق ځای نه دی تایید کړی، خو یوه چینايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط شینخوا ته ویلي، چې "ناپېژاندو وسله والو د کابل څلورمې امنیتي حوزې اړوند قلعه فتح الله کې د تېرې پنجشنبې ورځې ماسپښین مهال د چینایانو د اوسېدو پرځای برید کړی چې درې چینایان او د هغوی یو افغان ساتونکی یې وژلي دي".
"شینخوا" زیاتوي چې "کابل کې د <link type="page"><caption> چین سفارت</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/zhongwen/simp/world/2013/08/130809_china_afghanistan_attack.shtml" platform="highweb"/></link> د افغانستان له کورنیو چارو، بهرنیو چارو وزارتونو او له ملي امنیت په ټینګه د چینایانو د وژونکو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کړې ده".
چین وايي، ځینې چینايي سوداګر او پانګه وال وړاندې افغانستان کې د ناامنیو له کبله اندېښمن دي؛ ځکه چې مخکې افغانستان کې د چینايي انجنیرانو تښتول کېدو دوی اندېښمن کړي دي.
کابل کې د چین سفارت د تېرې جمعې پرورځ (اګست نهمه) ناوخته د خپلو وګړو د وژل کېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.
تر اوسه افغان چارواکو د دغې وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان کې د شنبې ورځ (اګست لسمه) هم د کوچني اختر د رخصتیو درېیمه ورځ ده.
په تېر نومبر کې د افغانستان د کانونو وزیر وویل، شاوخوا ۱۵۰ چینايي کارکوونکي وروسته تر هغه د <link type="page"><caption> مس عینک</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/10/121021_hh-aynak-copper-mine.shtml" platform="highweb"/></link> فابریکې د کار دوام لپاره له چینه راستانه شول، چې څه موده مخکې پر دوی راکټي بریدونه وشول او له افغانستانه ووتل.

چین ویلي وو چې د پټرولو د ملي شرکت یې د ترکمنستان له لارې د غازو نل لیکې غځونې تکل لري.
چین لېوالتیا ښودلې وه، چې د امو سیند د نفتي حوزې له لارې دغه نل لیکه وغځول شوي.
له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورګاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برېښنا فابریکې د جوړولو تر څنګ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې کولای شي زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
په وروستیو کې د چینايي ایم سي سي کمپنۍ مشر شېن هیتنګ له ولسمشر کرزي سره د لېدنې پر مهال له هغه وغوښتل چې د عینکو مسو کان د امنیت په ساتلو کې لا زیاتې مرستې وکړي.








