پارلمان د ټاکنو قانون تصویب کړ

د افغانستان د ټاکنو قانون چې يو نيم کال وړاندې د انتخاباتو کمېسيون د تصويب لپاره ملي شورا ته استولی و ايله اوس له ډيرو ناندريو وروسته تصويب شو.
د افغانستان د ملي شورا ګډ کمېسيون چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو جوړ دی وايي دوه درې داسې مادې وې چې تصويبېدو يې وخت ونيوه.
کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، د دغه کمېسيون يوه غړې فوزيه کوفي وايي، ويې کولای شول چې په ولايتي شورا کې د ښځو ونډه چې بيخي نه وه په سلو کې شل وټاکي.
اغلې کوفي وايي دغه قانون يې له دوه ورځنيو پراخو بحثونو وروسته تصويب کړ.
د ولسي جرګې یوه غړي د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل چې دوی پر درېیو ټکیو اختلاف درلود: ''یو د کوچیانو لپاره لس ځانګړې څوکۍ، د اختلاف دویم ټکی د اهل هنودو لپاره د ځانګړې څوکۍ بېلول او درېیم هغه یې د ولایتي شوراګانو لپاره پنځه ویشت سلنه څوکۍ بېلول وو''.
اوس چې د ملي شورا دوبنيو رخصتيو ته يوازې شپږ ورځې پاتې دي په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما هم له دغې شورا غوښتي و چې د ټاکنو قانون له رخصتيو وړاندې تصويب کړي.
د یونما هرکلی
د يوناما يوه وياند نظيف الله سالارزي د ټاکنو د قانون تصويبېدو هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې ولسمشر يې هم ژر توشيح کړي.
تر دې وړاندې افغانستان د ټاکنو کمېسيون هم له ملي شورا غوښتي و چې د انتخاباتو قانون له دوبنيو رخصتيو وړاندې تصويب کړي که نه په خبره يې اړ دي چې د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ يې ترسره کړ.
د افغانستان په ولسي جرګه کې داسې قوانين شته چې کلونه کلونه پرې تېر شوي، خو لا هم جرګې نه دي تصويب کړي چې يوه بېلګه يې د لوړو زده کړو قانون دی.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې له مهالوېش سره سمې د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په پنځمه وشي.








