سیاسي ګوندونه: اوسنی حکومت ټاکنې باطلېدل غواړي

په افغانستان کې د ګوندونو او ايتلافونو د همکارۍ شورا ادعا کوي چې اوسنی حکومت د راتلونکو ټاکنو د باطلېدو او د واکمنې ډلې موده په غير قانوني ډول اوږدول غواړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته يوازې نهه مياشتې پاتې دي. هغسې چې د انتخاباتو د ترسره کېدو موده رالنډېږي، د انتخاباتو د ترسره کېدو په تړاو د سياسي ګوندونو اندېښنې لا پسې زياتېږي.
کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، د همکارۍ شورا چې له ۲۲ ګوندونو او ايتلافونو جوړه ده په خپل وروستي غبرګون کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.
د دغو ګوندونو لوړپوړي چارواکي چې په کابل کې سره جرګه شوي، ويل يې چې حکومت له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر د سلا مشورې په بهانه لويه جرګه رابولي او د خپل واک د دوام په لټه کې دی.
د اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي انجينر محمد خان د سياسي ګوندونو د همکارۍ د شورا په استازيتوب د دغې شورا اعلاميه ولوسته.
د ګوندونو د همکارۍ شورا وايي د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د نړېوالو تړونونو وروستۍ پرېکړه د ملي شورا له صلاحيتونو څخه ده، نه د انتصابي جرګې.
دغې شورا خبرداری ورکړ چې د حکومت له لوري د لويې جرګې د جوړېدو پر مهال به په دغه جرګه کې ګډون ونه کړي او د هغې پرېکړې به هم ونه مني.
سياسي ګوندونه له څه مودې راپدېخوا تل د لويې جرګې د جوړېدو په اړه اندېښنې ښيي او حکومت تورنوي چې ګواکې غواړي په دې ډول خپل واک وغځوي.
خو حکومت بيا بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې به له مهالوېش سره سمې ترسره کېږي.








