کرزی: طالبانو په بهر کې مو بیرغ او عزت خوندي نه دی

د روژې د رارسېدا په ویاړ یوه پیغام کې د افغانستان ولسمشر حامد یو وار بیا پر طالبانوغږ کړی چې د دغې میاشتې په ویاړ دې د دوی په وینا د سولې، عطوفت او احسان لاره خپله کړي، د جنګ او انسان وژنې سلسله دې بنده کړي او نور دې د ولس د کړاو او عذاب باعث نه ګرځي.
ولسمشر کرزي طالبانو ته ویلي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
(( د هغو پردیو له منګولو ځان خلاص کړئ، چې دین یې وسیله ګرځولې، مسلمانان پرې تباه کوي او د اسلام د دښمنانو د یوې سترې توطئې لپاره خدمت کوي.))
افغان ولسمشر په خپل پيغام کې وايي:
(( د قطر دفتر له پرانیستلو وروسته به وطندوست طالبان په دې پوه شوي وي چې په پردیو هېوادونو کې نه د دوی عزت خوندي دی او نه یې هم بیرغ. پردي له دوی نه فقط د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.))
د جون په مياشت کې د طالبانو لپاره یو سیاسي دفتر د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرانیستل شو چې د دوی د ( اسلامي امارت) نوم پرې و او د دوی د واکمنۍ سپین بیرغ پرې رپيده.
خو د کابل له نیوکو وروسته د دفتر نوم لیرې او بیرغ ترې کښته شو.
ښاغلي کرزي په خپل پيغام کې ( پردي) نه دې ياد کړي چې مطلب یې ورڅخه څوک دی.
د روان کال د مارچ په میاشت کې ولسمشر کرزي تور پورې کړی و چې طالبان د امریکاییانو په خدمت کې دي.
هغه مهال افغان ولسمشر ويلي و چې د وسله والو طالبانو په بريدونو ، ماينونو او ځانمرګو بريدونو کې د ملکي خلکو وژل بهرنيانو ته په افغانستان کې د اوږد مهال پاتې کېدو فرصت برابروي.
د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلي پر طالبانو غږ کړی دی چې هېواد ته ورستانه شي او د سولې ژوند خپل کړي.
طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.








