کرزي، اوباما له طالبانو سره د خبرو هوډ تکرار کړ

افغان او امریکايي چارواکو هوډ څرګند کړی، چې کابل کې د سي آی اې پر ځايي مرکز او افغان حکومتي ودانیو د طالبانو له بریدونو سره سره چمتو دي، چې د خبرو بهیر ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ له لوري ویل شوي، چې کابل کې د طالبانو له پروني ( جون ۲۵ ) برید وروسته د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو ولسمشرانو په ټیلیفوني اړیکه کې له طالبانو سره د خبرو پروسې پر مخ بیولو هوډ تکرار کړ.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارنې وویل، د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي دغه خبره تکرار کړه، چې د افغانانو په مشرتابه د سولې او روغې جوړې خبرې د تشدد ختمولو او افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باوري لاره ده.
د ویاند په وینا دواړو مشرانو د افغانستان د سولې عالي شورا او طالبانو د واک درلودونکو استازو تر منځ خبرو لپاره دوحې کې د دفتر په باب خپل ملاتړ څرګند کړ.
دواړو مشرانو تېره اونۍ له ناټو ځواکونو نه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولت د لېږد، د افغانانو په مشرتابه د سولې خبرې، ۲۰۱۴ کې د افغان ټاکنو لپاره چمتووالي او دوه اړخیزو امنیتي مسایلو په باب خبرې وکړي.
د جې کارنې په خبره دواړو مشرانو ټینګار وکړ، چې رڼې، ازادنه او باوري ټاکنې د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا مهمې دي.
طالبانو د سې شنبې په ورځ کابل کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت او اریانا هوټل ته څېرمه بریدونه وکړل.
رپوټونو کې وویل شول، چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل هدف ته د بریدګرو د رسېدو مخه ونیسي، خو دغه برید کې د څلورو بریدګرو په شمول درې ساتونکي ووژل شول.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د برید پر مهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې موجود و، خو په ظاهر داسې معلومېده، چې برید پر اریانا هوټل شوی و، چې ویل کېږي د استخباراتي ادارې سي آی اې ځايي مرکز په کې دی.
له برید وروسته د افغانستان ولسمشر وویل" داسې ممکنه نه ده، چې طالبان یو لور ته د خبرو لياره قطر کې دفتر پرانیزي او بل لور ته افغانستان کې خلک وژني."
دغه برید له هغه وروسته وشو، چې ولسمشر کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو په باب اعتراض وکړ. نوموړي وویل د افغانستان د سولې عالي شورا به تر هغې خبرو کې ګډون و نه کړي، چې د دې خبرو مشري د افغان حکومت سره نه وي.








