کرزی وايي د قطر ''دسیسه شنډه'' شوه

حامد کرزی
د عکس تشریح، حامد کرزي پخپله وینا کې د معمول په څېر یوځل بیا پر وسله والو طالبانو د پخلاینې او وسلې پر ځمکه اېښودو غږ کړی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي د سولې د عالي شورا په مټ له طالبانو سره د سولې د خبرو د منظمولو لپاره قطر کې طالبانو ته د دفتر پر جوړېدو له امریکا سره سلا وشوه، خو کله چې دفتر پرانیستل کېده هرڅه بل ډول شول.

نوموړي دا څرګندونې پخپله اوونیزه <link type="page"><caption> رادیويي وینا</caption><url href="http://www.youtube.com/watch?v=IM3t3rp7pkY&feature=youtu.be&a" platform="highweb"/></link> کې کړې دي.

حامد کرزي دا هم ویلي وچې "موږ سوله غواړو او د ټينګښت لپاره يې هڅه کوو. خو هېچا ته به دا اجازه ور نه کړو ، چې زموږ د سولې له هيلو او هڅو څخه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو اهدافو د تحقق په منظور افغانستان ضعيف او ملوک الطوايفي پرې تحميل کړي. موږ د پردو اعمال او تلاشونه له نږدې څارو او په مقابل کې يې بيداره يو".

ولسمشر کرزی زیاتوي، چې د قطر دفتر زموږ له توافقاتو پرته پرانیستل شو: "ددغه دفتر پرانيستل کېدل زموږ له توافقاتو سره سمون نه درلود، موږ د دې عمل پر وړاندې ټينګ ودرېدو او د افغانستان د خلکو په کلک ملاتړ مو دسيسه شنډه کړه".

د جلالتمآب لیک

ولسمشر کرزي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د هغه ویاند ایمل فیضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په یوه ځانګړې لیکنه کې د هغه لیک جزییات ښکاره کړل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر خپل امريکايي سیال ته ليکلي و:

ایمل فیضي ویلي:" د جون په ۱۹مه، ولسمشر حامد کرزي په یوه لیک کې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته ولیکل چې د طالبانو د دفتر پرانیستل په داسې ډول ترسره شو چې ستاسو د جلالتمآب د هغه لیک له محتوا سره کاملاً تضاد لري، چې تاسو ماته د جون په ۱۴ رالیږلی و".

حامد کرزي پخپله وینا کې د معمول په څېر یوځل بیا پر وسله والو طالبانو د پخلاینې او وسلې پر ځمکه اېښودو غږ کړی.

دی وايي، چې له جګړې هېڅ نه بودیږي، بلکې هرڅه د هېواد په رغونه او ارام ژوند کې شوني دي: "دوى ته مو ويلي چې خپل ځان او خپل وروڼه مه وژنئ، د وطن بچي له زده کړو مه محروموئ او د وطن د نورو بچيانو په څېر له خپلو ټولو مدني او سياسي حقوقو څخه په استفادې د خپل وطن په غېږ کې آرام او هوسا ژوند وکړئ او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلئ".