د هرات ښار نوی ماسټر پلان اعلان شو

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د هرات ښار نوی ماستر پلان نن (سه شنبه/جولای ۲/چنګاښ ۱۱) په رسمي توګه په هرات کې د افغان او ایټالیا د کارپوهانو له خوا په انځورونو کې وښودل شو.
په دې نوي ماستر پلان دوه کاله پرله پسې د ایټالیا او افغانستان کارپوهانو کار کړی.
افغان چارواکي وایي په دې نوي پلان کې د هرات ښاري اړتیاوې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله په پام کې نیول شوې دي.
نن افغان چارواکو د هرات د ښار لپاره د دغه نوي ماستر پلان په جوړیدو ډیره خوښي څرګنده کړه.
خو ځینو وینا والو ټینګار درلود چې اوس باید د دې پلان د عملي کولو لپاره جدي هلې ځلې وشي.
ځینو وینا والو دا اندېښنه څرګنده کړه چې که ژر د دې پروژې د لګښت سرچینې پيدا نه شي ښایي دا پلان هم د عملي کېدو پرته زوړ شي.
ایا د افغانستان دولت اوس د دې پلان د عملي کولو لګښت ورکولی شي؟
تفصیلي پلان
د افغانستان د ښار جوړونې د وزارت د ښار جوړونې د چارو مشر احمد شاه همت:
''د هرات، ولایت ښاروالۍ او د ښاري پراختیا وزارت د نړیوالو ملګرو همکاري جلب کړې ده، چې تفصیلي پلان چمتو او د هرات ښاروالۍ ته وسپاري''.
د هرات زوړ ماستر پلان شاوخوا څلویښت کاله مخکې جوړ شوی و.
د دوه سوه زره اوسېدونکو لپاره په دوه زره هکتار ساحه کې خو چارواکي وایي چې دا نوی پلان هم د پخواني هغه پر بنسټ په داسې شکل جوړ شوی چې پکې د هرات ښاري اړتیاوې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله په پام کې نیول شوې.








