''د لوړو زده کړو وزیر ساتونکو محصلین وهلي''

د لوړو زده کړو وزير تر اوسه د محصلينو د ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.
د عکس تشریح، د لوړو زده کړو وزير تر اوسه د محصلينو د ادعاو په اړه څه نه دي ويلي.

د کابل پولي تخنيک پوهنتون محصلينو نن د لوړو زده کړو د وزير د ساتونکو د بد چلند په اعتراض کې د پوهنتون دروازه تړلې او درسونه يې ځنډولي دي.

دوی ادعا کوي دغه ګام يې وروسته له هغه پورته کړ چې د عبيد الله عبيد ساتونکو پنځه محصلين چې د پوهنتون په انګړ کې په مطالعه بوخت ول ووهل او سرونه او لاسونه يې ورمات کړل.

زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، معترض محصلین له حکومته غواړي چې د دغې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري او د دا وړ پېښو د بيا نه تکرارېدو په اړه ډاډ ورکړي.

د پولي تخنيک پوهنتون يو شمېر محصلينو د لوړو زده کړو د وزير عبيد الله عبید د ساتونکو له لوري د څو محصلينو د وهلو ډبولو په اعتراض کې د پوهنتون دروازه تړلې ده.

په دغه پوهنتون کې له څلورو تر پنځو زرو محصلين زده کړې کوي چې ټول يې د زده کړو له بهيره بې برخې شوي دي.

روزبه بارکرزی چې له سره يې سپينه پتۍ راتاو کړې او وايي په سر ټپي شوی، بي بي سي ته وویل د وزیر ساتونکو د ده په ګډون د پنځو محصلينو لاسونه او سرونه ور مات کړي دي:

امنيتي ځواکونو خبريالانو ته د پوهنتون دننه انګړ ته د ورتلو اجازه نه ورکوله.

له همدې امله يو شمېر معترض محصلين د پوهنتون له انګړه بهر راټول شول او مطبوعاتو ته يې خپلې ستونزې وړاندې کړې.

د افغانستان په پوهنتونو کې په دې وروستيو کې د محصلينو، استادانو او مسوولينو ترمنځ کشمکش زيات شوی او دې په ټوله کې د زده کړو په بهیر منفي اغېز کړی دی.
د عکس تشریح، د افغانستان په پوهنتونو کې په دې وروستيو کې د محصلينو، استادانو او مسوولينو ترمنځ کشمکش زيات شوی او دې په ټوله کې د زده کړو په بهیر منفي اغېز کړی دی.

د اعتراض کوونکو يوه استازي حسن شېرزي ادعا وکړه ټولو محصلينو په يوه خوله اعتراض کړی او د پوهنتون دروازې ته يې قفل اچولی دی.

محصلين ادعا کوي هغه اسانتياوې چې د محصلينو لپاره د پوهنتون په انګړ کې برابرې شوي د لوړو زده کړو وزیر ترې په شخصي ډول ګته پورته کوي.

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو چې په دې تړاو د لوړو زده کړو د وزیر غبرګون ولرو، خو د دغه وزارت وياند عبدالعظيم نور بخش بي بي سي ته وويل دا ستونزه د پوهنتون د علمي شورا له لوري هواره شوې ده.

د افغانستان په پوهنتونو کې په دې وروستيو کې د محصلينو، استادانو او مسوولينو ترمنځ کشمکش زيات شوی او دې په ټوله کې د زده کړو په بهیر منفي اغېز کړی دی.