د پوهنتونو د استادانو ټولنه جوړه شوه

- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د پوهنتونو د استادانو ټولنه رسما جوړه شوه.
دا ټولنه د دې لپاره رامنځ ته شوې چې د استادانو له حقونو دفاع وکړي او د ټولنې غړي په خپل منځ کې علمي تجربې سره شریکې کړي.
داسې ښکاري چې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنه په څو دولتي پوهنتونو کې د محصلانو د اعتراض سره تړاو لري.
په دې وروستیو کې په تخار، فاریاب او کابل ولایتونو کې یو شمېر محصلانو په اعتراض لاس پورې کړ.
تر ټولو ډېر کړکېچن یې هغه و چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي یو شمېر محصلانو د ملي شورا مخې ته د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړ، او د دې پوهنځي مشر او یو استاد یې په توپیري چلند تورن کړ.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د دې ټولنې مشر تاج محمد اکبر وویل د علمي تجربو تبادله، په ټولنیزه برخه کې استادانو ته د ښو اسانتیاو رامنځ ته کولو، د نویو کدرونو د جلب لپاره د مناسبو شرایطو رامنځ ته کول او د قومي او ژبنیو تعصباتو مخینوي د دې ټولنې له مهمو اهدافو څخه دي.
ولسمشر حامد کرزي د پوهنتونو د استادانو د ټولنې د رامنځ ته کېدو په مناسبت خپل پیغام کې له استادانو وغوښتل چې د پوهنتونو د سیاسي کېدو مخه ونیسي.
د لوړو زده کړو وزیر بیا په خپلو خبرو کې وویل په هېواد کې دننه او د باندې یو شمېر سیاسي کړۍ غواړي د پوهنتونو عملي فضا د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ګډه وډه کړي.
د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنه اوس شاوخوا ۵۰۰ غړي لري.
خو د دې ټولنې مسؤولین وايي هڅه کوي د ټولنې د فعالیتونو په پراخېدو به یې غړي هم زیات شي.








