پر شيخ زايد پوهنتون د برېښنا بودیجه بند شوې

- Author, الياس وحدت
- دنده, خوست
خوست کې د شيخ زايد پوهنتون محصلين وايي چې په ليليه او تدريس کې د برېښنا له نشتوالي او کموالي، له دې امله په عذاب دي چې له يوې خوا په خوست کې هوا ګرمه شوې، د اوسيدو او درسي خونو کې د باد پکو ګرځولو ته اړتيا ده او بل لورې ته په دفترونو او يو شمېر پوهنځيو کې ورځني کارونه د برېښنا په شتون پورې تړلي دي.
د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلينو خو له همدې امله تېره ورځ مې ۲۷د احتجاج په ډول د خپلو ټولګيو دروازې هم تړلې وې.
د ياد پوهنځي څو تنو محصلينو وويل، چې بې برېښنا د دوى پوهنځى فعاليت معانا نه لري، نو ځکه يې پوهنځى تړلى او هيله يې دا وه چې اړونده ادارې به يې ستونزه ورحل کړي.
د نوموړي پوهنځى يو تن محصل ظريف اتل وويل، چې د دوى درسونه د پراجکټور په وسيله ويل کېږي او په کمپيوټرونو باندې عملي کار وي، نو دا ډول درسونو دوامدارې برېښنا ته اړتيا لري:
"په دې وروستيو کې موږ په ورځ کې يو ساعت برېښنا هم نه لرو چې له امله يې درسونه هم نه شته نو پوهنتون ته راتلل مو بې ګټې دي."
يوه بل محصل سيدکبير وويل، چې دوى په ډله ييز ډول د ټولګي پرځاى د بهر سره لمر ته، ځکه ناست دي چې د پوهنتون، ولايت او وزارت مقام خبر شي چې موږ له جدي ستونزې سره مخامخ يو.
له محصلينو سره دکمپیوټر ساینس پوهنځي رییس او يو شمېر استادان هم همغږي دي.
پوهنتون چارواکي هم ستونزه مني
د نوموړي پوهنځى ریس میرویس تڼي وويل، چې ستونزه په بيا بيا له هرې کچې لوړو مقاماتو سره شريکه شوې ده، خو چا ورته نه ده حل کړې.
ده د محصلينو له دې دريځه دفاع وکړه چې ټولګيو ته نه ځي او پوهنځى يې تړلى دى. د ده په خبره د برېښنا تر پيدا کيدو به پوهنځى تړلى وي.
د نورو پوهنځيو محصلين او اداري کارکوونکي هم ورته ستونزې لري او وايي چې د برېښنا د نه شتون يا د زيات کمښت له امله انټرنېټ ته د دوى لاسرسى يا نشته او يا ډېر محدود شوى او همدا راز زياتره اداري کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.
دا مهال شيخ زايد پوهنتون په يوولسو پوهنځيو کې نږدې ۸۵۰۰ محصلين لري چې نژدې ۲۰۰۰ يې ليليه کې اوسي.
د ليليې محصلين چې د هېواد د يخو سيمو په ګډون په کې د مختلفو ولايتونو محصلين شته، وايي چې د خوست په ګرمه هوا کې په دې سره اوړي کې بې بادپکې ژوند کول ګران دى.
په پوهنتون کې ترمازيګره درسونه په داسې حال کې روان وي چې په يو شمېر ټولګيو کې له سلو زيات محصلين په يو وخت ناست وي.
رحيم ګل له ماسپښينه وروسته په دریو بجو پوهنتون ته ورځي، دى وايي چې په ټولګي کې يې کړکيو ته نژدې محصلين د ګرمۍ له امله نه شي کېناستى او هر يو هڅه کوي چې له کړکۍ لېرې سيورې ته کېني په داسې حال کې چې ټول په منځ کې نه ځاييږي نو ځکه پر څوکيو وار له مخه بيرو وبار وي.
د شېخ زاید پوهنتون چارواکي هم ستونزه مني او وايي چې دوی یې د بنسټیز حل لپاره هڅې پيل کړي دي.

د دې پوهنتون رییس پوهندوی محمد رسول باوري وویل، چې له دې وروسته به په پرله پسې ډول د تدریسي خونو لپاره دوه ساعته او د لیلیې لپاره به د شپې له مخې درې ساعته برېښنا د پوهنتون له يو جنراتور څخه ورکوي.
که څه هم نوموړی زياتوي چې په نژدې راتلونکې کې به دغه ستونزه حل شي خو په اسانۍ سره يې حل اسان، ځکه نه ښکاري چې ماليې وزارت سږکال له شيخ زايد پوهنتون څخه د برېښنا د توليد په برخه کې نژدې اتيا په سلو کې بودیجه کمه کړې ده او په ورکړل شوې بودیجې سره به ګرانه وي چې يو ساعت برېښنا هم توليد شي.
د خوست برېښنا
د پوهنتون يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې تېر کلونه دوى ته د جنراتورونو د ډيزلو لپاره ٢٤ ميليونه افغانۍ ورکول کېدلې خو سږ کال يې اېله دوه نيم ميليونه افغانۍ ورکړي دي او د دې ترڅنګ يې څلور ميليونه افغانۍ د دې لپاره ورکړي دي، چې د دولتي برېښنا بيه پرې لنډه کړي. په داسې حال کې چې شيخ زايد پو هنتون ته دولتي برېښنا هېڅ نه ده ورکړل شوې او دغه پېسې په بل ډول هم نه شي لګول کېدلى يعنې ډيزل پرې نه شي اخيستل کيدلى.
خوست هميشنۍ برېښنا نه لري او د خوست د ډيزلې برېښنا اداره هم وايي چې تر شپږو مياشتو نه شي کولى چى شيخ زايد پوهنتون ته برېښنا ورکړي.
په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون د هېواد په مشهورو او نسبتاً پرمختلليو پوهنتونونو په ليکه کې دی، خو د لوړو زده کړو وزارت دغه ګام يې ښايي له پراخو ستونزو او بدنامۍ سره مخامخ کړي.








