فاریاب کې پر ۶ کلن هلک جنسي تېری شوی

چارواکي وايي څارنوالۍ د تورنو کسانو دوسيه بشپړه کړې او لومړۍ محکمې ته استولې ده.
د عکس تشریح، چارواکي وايي څارنوالۍ د تورنو کسانو دوسيه بشپړه کړې او لومړۍ محکمې ته استولې ده.

د افغانستان په يوۀ شمالي ولايت فارياب کې پر يوۀ شپږ کلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.

سيمه یيز چارواکي وايي د ماشوم روغتيايي حالت اوس ښه دى، او د پېښې په تور يې دوه کسان نيولي دي.

چارواکي وايي څارنوالۍ د تورنو کسانو دوسيه بشپړه کړې او لومړۍ محکمې ته استولې ده.

دا پېښه د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په کارېز کلي کې شوې ده.

د فارياب والي محمدالله بتاس وويل ياد شوي ماشوم په يو دښتي څړ ځاى کې څاروي څرول چې دوو کسانو پرې جنسي تېرى وکړ.

ښاغلي بتاش وويل تورن کسان په توقيف کې دي.

د هغه په وينا د دغو کسانو دوسيه د پښتون کوټ ولسوالۍ د څارنوالۍ له خوا بشپړه شوې او اوس يې لومړۍ محکمې ته استولې ده.

نژدې دوه مياشتې مخکې د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې هم پر يوۀ څلور کلن ماشوم جنسي تېرى شوى و.

او څه باندې درې مياشتې مخکې بيا د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ پر يوۀ پنځه کلن ماشوم جنسي تېرى شوى و، چې تور يې د قرباني ماشوم د تره پر زوى پورې شوى و.

په تېر کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسیون پر ښځو او ماشومانو د کېدونکو جنسي تېريو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د ياد شوي کميسيون چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې سربېره پر اندېښنه ويلي وو چې د تېر يوه کال په ترڅ کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تېري ١٦٠ پېښې ثبتې شوې دي.

کميسیون ويلي وو چې د دغه شمېر پېښو ٨٠ سلنه فربانيان ماشومان دي.