د پاکستان ضد لاریون کې اته کسان وژل شوي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه لاریون پرمهال لږترلږه اته تنه وژل شوي او تر لسو زیات لاریون کوونکې ټپیان شوي.
لاریون نن سهار پیل چې تر یوساعت وروسته په تاوتریخوالي واوښت.
د کندهار ولایت له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې میوند کې یې یو ځانمرګی برید کوونکی او دېرش نور شکمن کسان نیول شوي.
د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وایي، چې د لاریون کوونکو په منځ کی وسله والو کسانو د کندهار هرات لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې او ځینو ګاډو ته یې اور ورته کړی.
ښاغلي غورځنګ دا هم وویل، چې د لاریون کوونکو له خوا دوه ګاډي چلوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، چې په سیمه کې د تیلې فوني مخابراتي شرکتونو دوې پایې هم سوځولې دي.
د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وایي چې پولیسو وروسته له هغه پر لاریون کوونکو ډزې کړې چې هغوی غوښتل پر ولسوالۍ برید وکړي.
هغه وایي چې په دې ډزو کې څلور وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
خو د میوند ولسوالۍ د روغتون یو ډاکټر وایي چې تر دې دمه یې پنځه مړي او ۲۰ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي.

که څه هم له سیمې راپورونه وایي چې تېره شپه بهرنیو او افغان ځواکونو د میوند ولسوالۍ د لوی کاریز په سیمه کې کورونو ته ننوتي او ولسي خلک یې وهلي ډبولي او بیا خلکو نن سهار لاریون کړی، خو سیمه ییز چارواکي وایي چې دا د پاکستان ضد لاریون و چې وروسته وسله وال کسان ورګډ شوي.
طالبانو بي بي سي ته ادعا کړې ده، چې ګني امریکايي ځواکونو په میوند ولسوالۍ کې بې عزته کړي او بیا خلک راوتلي، خو چارواکي وايي، چې داسې کومه پېښه هلته نه ده شوې.
بل خوا د کندهار پوهنتون او سټډیم کې هم د پاکستان ضد لاریون شوی دی.
لاریون کوونکو له حکومته د دې اجازه غوښتې ده، چې په سپین بولدک کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه ړنګه کړي.








