د ګوشتې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي

نن ( پنجشنبه مې ۲ ) له غرمې وروسته د هغه سرتیري جنازه د جلال اباد ښار په عیدګاه جومات کې ادا او وروسته په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې تېره ښپه د ګوشتې ولسوالۍ په سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی و.
د جنازې ګډونوالو د پاکستاني څارګرې ادارې او ننګرهار والي ضد شعارونه ورکول. له بي بي سره خبرو کې احتجاج کوونکو وویل، چې ننګرهار والي ګل اغا شیرزي د وژل شوي سرتېري په جنازه کې ګډون و نه کړ، چې له کبله یې دوی سخت خواشیني دي. کابل کې افغان چارواکو د ګوشتې ولسوالۍ د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د دې پېښې پخلی کړی.
سیمه ییز افغان چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره له یوې درنې نښتې وروسته پر دې توانېدلي، چې د پاکستان یوه سرحدي دروازه او یو شمېر امنیتي تاسیسات ونیسي.
زموږ خبریال د سیمه ییزو چارواکو له خولې وايي، په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېرې مالومې نه دي.
یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل، پاکستاني ځواکونو سرحد ته د نویو تاسیساتو جوړولو لپاره نور ودانیز توکي راوړي وو او نښته هم له همدې امله پیل شوه.
خو له بله پلوه یوه پاکستاني چارواکي له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې پر افغان ځواکونو تور پورې کړی، چې د دوی په یوې امنیتي پوستې یې برید پیل کړی و. ده ویېلي، په دغه نښته کې لږ تر لږه دوه پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبد الزي د دې خبر د پخلي تر څنګ بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه د دې شخړې د پیل کېدو اصلي لامل معلوم نه دی، خو د نوموړي په وینا سیمې ته د ننګرهار د والي مرستیال په مشرتابه یو پلاوی لېږل شوی.
ننګرها ر کې ځايي مقاماتو د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې په دې نښته کې افغان ځواکونه توانیدلي هغه پوستې، تاسیسات ونیسي، چې پاکستاني پوځیانو په افغان خاوره کې جوړ کړي وو.
د پاکستاني لوري د تلفاتو په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي. خو د یو شمېر رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دې نښته کې دوه پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.
که څه هم، تر دې وړاندې پاکستاني لوري څو، څو ځلې ويلي و چې د کابل او اسلام اباد تر منځ په گوشتې ولسوالۍ کې د دروازې د جوړولو پر سر راټوکيدلې ترينگليتا له منځه تللې، خو افغان حکومت لا هم ټينگار کوي چې په دغه سيمه کې درول شوې دروازه او نور جوړ شوي تاسيسات په خپل ځاى پاتې دي.
له دې مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، له پاکستان سره په اړيکو کې دي چې دا ستونزه له دېپلوماتيکو لارو هواره کړي.
د بهرنيو چارو وزارت ویلي و، پاکستاني پوځ چې د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ سره نژدې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې کومه دراوزه لګولې لا هم پر ځاى ده چې په وينا يې افغان حکومت ته د منلو وړ نه ده.
مخکې د پاکستاني پوځ او د ننګرهار د يو شمېر سيمه یيزو چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې پاکستان دغه دروازه بېرته پورته کړې ده.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي دا خبرونه نا سم وبلل او و يې ويل چې دروازه لا هم پر خپل ځاى پاتې ده.
افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري چې کله کله يې په اوږدو کې ستونزې ټوکېږي.








