پر ډېورند کرښه د تاسیساتو لرې کولو پر ټولو انتخابونو غور کېږي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، له خپلې خاورې د پاکستان د سرحدي دروازې د لرې کولو لپاره پر ټولو انتخابونو غور کوي.
د پاکستان له خوا د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان په خاوره کې د یوې سرحدي دروازې او یوولسو امنیتي پوستو جوړېدل د افغان دولت له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.
د افغانستان ولسمشر، د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې له افغان خاورې څخه د دې دروازې او د پاکستان د نورو امنیتي تاسیساتو د لرې کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ چارواکي بيا وايي چې دا مسله افغان حکومت سره د خبرو له لارې حل شوې ده.
خو تر اوسه دا معلومه نه ده چې دغه مسله څنګه حل شوې ده؟
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي چې د ایساف ځواکونو ویاند سره یې ګډه غونډه درلوده د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د پاکستان دا ګام له نړیوالو تړونونو څخه یوه سرغړونه ده او په خبره یې افغان حکومت د دې دروازې د لرې کولو لپاره ټول انتخابونه تر لاس لاندې لري.
''د یوې دروازې جوړولو په اړه چې آن د افغانستان په خاوره کې دننه جوړه شوې او د ډیورنډ په کرښه هم نه ده، وایو چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو او نړېوالو ژمنو خلاف دی، له دې وروسته هلته دوی نوي ځواکونو او وسلې ځای پر ځای کړي چې دا هم د دوه ګاونډیو هېوادونو په اړه د نړېوالو پریکړو خلاف عمل دی د امنیت شورا پریکړه کړې چې د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي ځواکونو له خوا دې هلته ګامونه پورته شي. موږ ددغې دروازې د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په پام کې نیولو سره ټول غوراوي په واک لرو''.
ملي امنیت
د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، افغانستان د دې دروازې په مخکې یوه پیاوړې پوسته جوړه کړې او سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.
دا مساله وروسته له هغې مطرح شوه، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا تېر ماښام اعلان وکړ، چې پاکستان شاوخوا درې اونۍ وړاندې د دې دروازې په جوړولو لاس پورې کړی دی.

د دغې شورا د خبرپاڼې له مخې، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستان د هغو یوولسو امنیتي پوستو په بیارغونه کار پیل کړ، چې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې یې د ایتلافي ځواکونو په مرسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې جوړې کړې وې.
دغې شورا له ایسافه غوښتي، چې په دې اړه توضیحات ورکړي.
خو په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند ګونټر کتز وویل، دوی د دې مسلې په اړه څېړنې کوي.
''موږ په سرحد کې وضعیت څارو او له دواړو خواوو سره په دې اړه خبرې کوو، اوس موږ باید وګورو چې د امنیت شورا دتېرې ورځې په غونډه کې څه ویل شوي دي؟ که نن په دې اړه نظر ورکوو نو دا له وخت څخه وړاندې وي ، موږ اعلامیه لولو او هڅه کوو چې پوه چې حقیقت څه دی''؟.
د افغانستان د دفاع وزارت د ډیورنډ پولې ته څېرمه د افغان ځواکونو پر یوې پوستې باندې د طالبانو لخوا د شوي برید په پایله کې د ۱۳ افغان ځواکونو د وژل کېدلو پړه د سیمې پر استخباراتو واچوله.
جنرال ظاهر عظیمي وویل، په دغه برید کې له داسې درنو وسلو کار اخېستل شوی، چې طالبان ورته لاس رسی نه لري.
د سیمې استخبارات
''له پوځي پلوه او زموږ له نظره هغه څه چې د دې پوستې په ورانولو کې ډیر یې اغېز درلود درنې وسلې وې طالبانو هغه درنې وسلې چې په دې برید کې کارول شوې نه لري، زه غواړم په روښانه توګه تاسې ته ووایم چې د دا ډول پېښو تر شا لکه چې په بدخشان کې چې رامنځته شوه د سیمې استخبارات لاس لري. دا ګډ بریدونه دي چې داخلیانو او بهرنیانو سره لاس یو کوي او دا ډول عملیات ترسره کوي''.
د افغانستان او پاکستان تر منځ ناندرۍ او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي سیمې بې ثباتي یوه داسې مسله ده چې یوازې د افغانستان دولت او د دغه هېواد اوسېدونکي ورته په اندېښنه کې دي.
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر کتس وايي، د سرحدي سیمو د ناامنۍ مسله یوه داسې ستونزه نه ده، چې همدا سبا حل شي.

''موږ د سرحدي سیمې امنیت ته جدي پام کوو او موږ پوهیږو چې دا مساله له ستراتیژیکه اړخه د سیمې پر امنیت اغیز کوي. بناءً موږ پوهیږو چې افغانستان او پاکستان دواړه لیواله دي چې په سرحدي سیمه کې د اوږ مهال لپاره د امنیت د ښه کېدو څرنګوالی د خبرو اترو له لارې پیدا کړي او دا داسې یوه مسله ده چې همدا سباته نه هواریږي''.
د افغانستان د سولې د بهیر ګونګوالی، د ځینو پاکستاني کړیو لخوا په افغانستان کې له وسله والو سره ملاتړ او له دغه هېواده د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو مسایلو د افغانستان د راتلونکي په اړه زیاتې پوښتنې راولاړې کړې دي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ټینګار کوي، چې افغان ځواکونه له هېواد د دفاع وړتیا او د وسله والو د ماتولو توان لري.








