جاپان د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې ښوونځي جوړوي

جاپان په دريو ولايتونو باميان، ډايکنډي او غور کې د ۷۵ ښوونځيو ودانۍ جوړوي.
د افغانستان پوهنې وزارت بي بي سي ته ويلي چې دا ښوونځي به دې ته لاره هواره کړي چې تر ۵۰ زرو ډېر زده کونکي په سنبال شويو ودانيو کې زده کړې وکړي.
د ودانيو جوړول به درې کلونه وخت واخلي.
د پوهنې وزارت وايي دا ښوونځي د جاپان په مرسته او او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق يونیسف په مالي مديريت سره جوړېږي خو وايي پروژې به د پوهنې وزارت له خوا پلي کېږي.
اټکل دا دى چې د دغو ښوونځيو د جوړولو چارې به درې کلونه وخت واخلي.
په پام کې ده چې ۷۵ ښوونځي په دريو ولايتونو باميان، دايکنډي، او غور کې جوړ کړل شي.
پوهنې وزارت وايي دا ولايتونه يې پر دې بنسټ غوره کړي چې ګواکې پوهنيز جوړښتونه په کې ډېر پياوړي نه دي.
د ياد شوي وزارت وياند امان الله ايمان بي بي سي ته وويل دا ښوونځي به له ١٦ نه ٢٤ پورې ټولګي، چاپيريال، اداري کوټې، کتابتون او نورې اړوندې اسانتياوې ولري.
ښاغلي ايمان وويل دا پرمختيا به د دې لامل شي چې تر ٥٠ رزو ډېر زده کونکي په سنبال شويو ودانيو کې زده کړې وکړي.
دا ۷۵ ښوونځي جوړول د ښوونځيو د ودانيو د جوړولو په برخه کې د جاپان د مرستو دويم پړاو دى.
لومړى هغه يې په پلازمېنه کابل کې تر سره شو، چې په ترڅ کې يې ۵۱ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړل شوې، او پرون د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شوي.
د ودانيو جوړولو څلور کاله واخیست چې په پاى کې يې ۳۰۰ زرو زده کونکو ته په ټولګيو کې د زده کړې اسانتيا برابره شوه.
اړوند چارواکي وايي دا بهير به په راتونکي کې هم روان وي، او په دريم پړاو کې به دغه کار ته نور ولايتونه غوره شي.








