په ښوونځیو کې د زده کوونکو پر وهلو څه وایاست؟

اوس چې دا دی څو ورځې کېږي چې نوی تعلمي کال پیل شوی د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کوونکو د وهلو موضوع د پام وړ ده.
ډېر ځله په ښوونځیو کې زده کوونکي په دې موخه وهل کېږي چې ښه زده کړه وکړي.
مشهوره وینا هم ده چې ډب نه وي ادب نه وي.
تاسو هم په همدې نظریاست او که څنګه؟
په دې اوونۍ ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل څنګه بولئ؟
آیا په خپله هم کله په ښوونځي کې وهل شوي یاست؟ که شوي یاست، اغیزه یې درباندې څه وه؟
خپله تجربه او نظر راسره د سې شنبې په ورځ (د اپریل په ۲مه) ماښام په اتو بجو په دې ټېلېفون شمېرې شریک کړئ.
۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
که غواړئ چې برېښنالیک/ایمیل راواستوئ، پته مو ده:
Pashto@bbc.co.uk
د لنډ لیکلي ټېلېفوني پيغام/اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
په بي بي سي پښتو فیسبوک کې هم خپل نظر او راسره شریکولای شئ.








