" کندوز کې مېړه او لیور دوې مېرمنې وژلې"

د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي تاییدوي، چې له سیمې څخه د دوو مېرمنو جسدونه روغتون ته وروړل شوي.
د عکس تشریح، د کندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي تاییدوي، چې له سیمې څخه د دوو مېرمنو جسدونه روغتون ته وروړل شوي.

د افغانستان شمالي ولایت کندوز کې د خان اباد ولسوالۍ چارواکي وایی، دوې مېرمنې د مېړه او لیوره لخوا وژل شوي، چې دا دواړه شکمن تر اوسه بې درکه دي.

د خان اباد امنیې قومندان صوفی حبیب وایی، سید عمراو روف نومي دوه وروڼه دي، چې د سید عمر ښځه او د خپل یوه مشرو ورور ښځه یې وژلې دي. د نوموړي په وینا له پېښې وروسته دواړه وروڼه بې درکه دي او پولیس یې د موندلو هڅه کوي.

د خان اباد امنیې قوماندان وایی دغه معلومات ورته د سید عمر د خور له خوا ورکړل شوي دي. د هغه په وینا، دغه کسان له نژدې یوې میاشتې راهیسې له دشت ا رچي ولسوالۍ څخه خان اباد ته راغلي وو.

د خان اباد ولسوالۍ اجراییه مدیر قدرت الله ساپي بي بي سي ته وویل، د وژل شویو مېرمنو کور له نورو کورونو په لرې واټن کې موقعیت لري او له همدې امله د پېښې په اړه د شاوخوا اوسېدونکو معلومات نه درلودل.

بل لور ته دکندوز د عامې روغتیا ریاست چارواکي تاییدوي، چې له سیمې څخه د دوو مېرمنو جسدونه روغتون ته وروړل شوي، چې یوه یې ۲۱ کلنه اوبله ۳۵ کلنه ده.

د دوی په وینا یوه وژل شوې مېرمن په چړې وهل شوې او بله زندۍ شوې ده. د کندوز د ښځو چارو رییسې نادره ګیاه دغه پېښه وغندله او غوښتنه یې وکړه، چې باید عاملین یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د نوموړې په وینا، کیدای شي کورنی تاوتریخوالی د دی پیښې رامنځ ته کېدو سبب شوی وي.

هغې زیاته کړه، د روان هجری لمریز کال له پیله راهیسې تر اوسه په دغه ولایت کې د دغو دوو مېرمنو په ګدون څلور مېرمنې وژل شوې دي.