'له افغان ښځو سره تاوتریخوالی ''نه دی کم شوی''

د بښنې نړيوال سازمان افغان حکومت تورن کړى، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.
د سازمان دا وروستۍ څرگندونې يوه اونۍ له هغه وروسته راځي چې د بادغيس په ولايت کې يوه ځوانه ښځه د خپلې کورنۍ د بې عزتۍ په نامه د کلي د ملايانو له لوري په مرگ محکوم شوه چې وروسته د شاوخوا درې سوه کليوالو په حضور کې ووژل شو ه.
اتلس يا نولس کلنه حليمه له دوو ماشومانو سره د بادغيس په ولايت کې واده شوه .
کله چې مېړه يې په ايران کې و، تورنه شوه ،چې د خپل تره له زوى سره له کوره تښتېدلې ده .
لس ورځو وروسته د تره زوى يې دا بېرته کورته راوستله او خپله ورک شو .
حليمه د خپلې کورنۍ پر بې عزتۍ محکومه شوه او د کلي دريو ملايانو په عام محضر کې د هغې د وژلو فتوا ورکړه .
يوه اونۍ وړاندې پلار يې د څو سوه کليوالو په حضور کې حليمه په ټوپک وويشتله او ويې وژله .
د بخښنې نړيوال سازمان د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېريدا د يوې وروستۍ نښې په توگه د بادغيس ولايت د دغې مېرمنې قضيې ته اشاره کړې ده .
سازمان وايي افغان مېرمنې خپلو کورنيو کې هم له تاوتريخوالي سره مخامخې کېږي، وهلې کېږي، رنگ رنگ فزيکي سزاگانې ورکول کېږي او د سيمه ييزو شوراگانو او سپين ږيرو له لوري حتى په مرگ محکومې کېږي .
په افغانستان کې د بشري حقونو نړيوال سازمان د تېر کال په اوومياشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څلور زره قضيې ثبتې کړي دي چې دا د تېرکال د همدې مودې په پرتله دېرش سلنه ډېروالى ښيي .








