هلمند کې درې برتانوي پوځيان وژل شوي

د برتانیا دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان په سوېل کې یې درې پوځيان د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د برتانیا دفاع وزارت ویلي، چې دغه پوځيان یې د تېرې سې شنبې په ورځ (اپریل ۳۰) د افغانستان په هلمند ولایت کې هغه مهال ووژل شول، چې پوځي ګاډی یې پر یوه ماین وخوت.
له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو برتانوي سرتېرو شمېر ۴۴ کسانو ته رسېدلی دی.
د روان ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د برتانوي وژل شویو پوځيانو شمېر شپږو ته رسېدلی.
د دفاع وزارت زیاتوي، چې درې واړه ټپي شوي برتانوي عسکر د بوسټین پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي، خو تر درملنې وروسته یې ساه ورکړې ده.
په پام کې ده، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د جګړه ییزو عملیاتو په پای ته رسېدو سره له دغ هېواده برتانوي پوځيان ووځي.
د تېر ۲۰۱۲ کال په پای کې افغانستان کې د مېشتو برتانوي پوځيانو شمېر له ۹۰۰۰ راټيټ شوی و، چې د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه به یې شمېر ۵۲۰۰ ته راټيټ شي.
پر همدې مهال، د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه درې ولسي وګړي وژلي.
خالد بن ولید عملیات
بل خوا، په کندوز ولایت کې هم چاودنې دوه افغانان وژلي.
د تېرې شنبې په ورځ طالبانو د خالد بن ولید پسرلني عملیات پیل کړي، چې په لړ کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونه وکړل.
دوی خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې به بهرني دیپلوماتیک ځایونه او د بهرنیو ځواکونو اډې په نښه کړي.
په دې لړ کې د تېرې یکشنې په ورځ د امریکايي پوځيانو یوه کرايي بار وړونکې الوتکه په بګرام هوايي ډګر کې له پورته کېدا وروسته ولوېده، چې لږترلږه د الوتکې اووه سره عمله په کې ووژل شول.
طالبانو تر پېښې وروسته سم لاسي د الوتکې د راغورځولو ادعا وکړه.
خو ناټو وویل، چې د الوتکې د لوېدو پرمهال په سیمه کې هېڅ جګړه یا تاوتریخوالی نه دی شوی.








