"لوګر کې تښتول شوي کسان ننګرهار یا پاکستان کې دي"

د لوګر والي وايي، که تښتول شوي کسان د وسله والو مخالفینو په لاس کې وي نو د پېسو ترڅنګ به نورې غوښتنې هم ولري.
د عکس تشریح، د لوګر والي وايي، که تښتول شوي کسان د وسله والو مخالفینو په لاس کې وي نو د پېسو ترڅنګ به نورې غوښتنې هم ولري.

د افغانستان په لوګر ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې دوې ورځې وړاندې تښتول شوي اته ترکان، دوه اوکراینیان او یو افغان ښايي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ یا پاکستان ته لېږدول شوي وي.

د لوګر والي وايي، تر اوسه هېڅ ډلې د دغې تښتونې مسوولیت نه دی منلی.

د لوګر والي ارسلا جمال بي بي سي ته وویل، دا لا جوته نه ده چې دوې ورځې وړاندې تښتول شوي کسان کومې ډلې سره دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د دغو کسانو له بې درکه کېدو څو ساعته وروسته رسنیو ته ویلي و، چې ۱۰ امریکايي سرتېري او د هغوی یو افغان ژباړن یې وروسته له هغه نیولي چې چورلکې یې په ناڅاپي ډول د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې ناسته کړې.

خو تېره ورځ ( د اپریل ۲۳ ) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا بي بي سي ته ویلي و چې دوی په لوګر ولایت لس کسه نیولي خو د هویت په اړه یې معلومات نه و ورکړي.

هغه دا هم ویلي و چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره ورسره چا اړیکه نه ده نیولې.

د لوګر والي وايي، که تښتول شوي کسان د وسله والو مخالفینو په لاس کې وي نو د پېسو ترڅنګ به نورې غوښتنې هم ولري.

د هغه په وینا د سیمې خلک دغه تښتونه د ځان لپاره یوه بدنامي بولي او د قومي مشرانو په مرسته هڅه کوي چې د تښتول شویو کسانو درک معلوم کړی.

دغه کسان هغه مهال په لوګر ولایت کې بې درکه شول چې چورلکه یې د خرابې هوا له امله بېړنۍ ناستې ته اړه شوه.

هغه کمپنۍ چې یاده چورلکه یې یوه ترکي شرکت ته په کرایه ورکړې وايي، په چورلکه کې اته ترکان دوه اوکرایني پیلوټان او یو افغان انجینر سپاره وو او له خوست نه د کابل پر لور روانه وه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې اته ترکان د افغانستان په لوګر ولایت کې تښتول شوي دي.

دوې ورځې وړاندې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم نهه ماین پاکان د یو کاسټر او یو امبولانس موټر سره تښتول شوي وو.

چارواکي وايي، دوی نه پوهېږي چې دغه کسان د ماین پاکۍ کومې موسسې پورې تړلي دي. تر اوسه چا د دغې تښتونې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو ویلي چې دوی دغه کار نه دی کړی.