طالبانو لوګر کې ''اته ترکان او دوه روسان برمته کړي''

ازره د لوګر هغه ولسوالي ده، چې حکومت پرې ډېر کنټرول نه لري.
د عکس تشریح، ازره د لوګر هغه ولسوالي ده، چې حکومت پرې ډېر کنټرول نه لري.

د افغانستان په جنوب ختيځ لوګر ولایت کې یوه ملکي قراردادي چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د ''خراسان'' په نامه یو بار وړونکي افغان شرکت - چې دغه الوتکه یې ترکي شرکت ته په کرایه ورکړې ده - یوه کارکوونکي بي بي سي ته وویل، چې په تښتول شویو کسانو کې د دوی درې کسان وو، چې یو افغان انجنیر او دوه روسي پیلوټان وو.

سرچینه وايي، چورلکه له خوسته کابل ته روانه شوې وه،چې په لوګر ولایت کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت منلې ده، چې په لوګر کې یې اته وګړي تښتول شوي دي.

د دغو کسانو د تښتولو پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو یوه اړوندوه هلیکوپتره په ناڅاپي ډول کښېناسته، چې سم لاسي طالبانو محاصره کړه او ۱۱ سپرلۍ یې له ځانه سره یووړه.

طالبانو ادعا کړې ده، چې ''په نیول شویو ۱۱ کې دوه افغان ژباړن، او نور ټول امریکايي نظامي افسران دي''.

دوی دا هم ویلي، چې نیول شوي کسان د ''هېواد یوې تر ټولو خوندي سیمې ته لېږدول شوي''.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش بي بي سي ته وویل، په تښتول شویو کې اووه ترکان، یو افغان ژباړن او دوه روسي پیلوټان دي:

''یوه قراردادي چورلکه، چې د ''امتا'' په نامه د یوه ترکي ودانیز شرکت وه، له خوسته پورته شوې، چې د ناوړه هوا او تېز باران له کبله د لوګر ازرې ولسوالۍ په منګل خېلو سیمه کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده''.

نوموړی وايي، چورلکه د تېرې یکشنبې په ورځ (اپریل ۲۱/ ثور، غويي ۱) د غرمې شاوخوا یوولس بجې په هغه سیمه کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې، چې د حکومت مخالفین په کې ډېر نفوذ لري.

دین محمد دریش دا هم وویل، چې د لوګر چارواکو او امنیتي کسان د تښتول شویو بهرنیانو د خلاصون لپاره هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي دروېش ویلي چې د سیمې له سپین ږیرو یې غوښتي، چې د تښتول شویو کسانو د خلاصېدو لپاره د طالبانو له مشرانو سره وغږېږي.

د لوګر د والي ویاند دا د اوکراین یوه قراردادي چورلکه وبلله.

وړاندې، د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رییس خان صادق بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل: ''دغې ابي رنګه ملکي چورلکې د تېرې یکشنبې په مازدیګر (اپریل ۲۱/د ثور، غويي ۱) د لوګر ازرې ولسوالۍ په منګل دره کې د خرابې هوا له کبله بېړنۍ ناسته کړې، چې سم لاسي طالبان ورغلي سیمه یې کلابنده کړې او ټوله عمله یې تښتولې ده''.

د لوګر پولیسو منلې ده، چې تنګه دره او منګل دره د لوګر له ډېرو ناامنو سیمو څخه دي.

په افغانستان کې د مېشتو ایساف ځواکونو ویاند ویلي، چې د تښتول شویو کسانو د لټون هڅه یې پیل کړې ده.

پکتیا کې د بي بي سي خبریال احسان الله مهجور وايي، ازره د لوګر له هغو پراخو ولسوالیو څخه ده، چې تر ډېره پرې وسله وال طالبان واکمن دي.

دی وايي، چې د ځینو سرچینو له قوله، الوتکه کې ''امریکایان'' هم وو، خو رسماً دا خبره چا نه ده تایید کړې.

ازره له ننګرهار، پکتیا او ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.

د ۲۰۱۱ د سپتمبر پر څلورمه طالبانو هغه څلور نیول شوي ترکان خوشي کړل، چې ټیک نهه میاشتې یې په بند کې ساتلي وو.

دغه ترکان طالبانو د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ کې تښتولي وو.

تښتول شوي ترکان د یوه ترکي شرکت کار کوونکي وو.