د کندهار له مرکزي زندانه درې بندیان تښتېدلي دي

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د سرپوزې له زندان نه درې تنه سياسي او جنايي زندانیان په تېښته بريالي شوي دي.
د کندهار زندان، د ښار لوېديځ لورې د هرات – کندهار پر لويه لار د سرپوزې په سيمه کې پروت دی.
د رپوټونو له مخې د یاد زندان په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوی خو له دې سره سره دغه کسان په تېښته توانېدلي دي.
د کندهار د امنيت مشر سمونوال رحمت الله اطرافي د پېښې پخلی کړی او زياتوي چې د تښتېدو هڅه پنځو بندیانو کړې وه خو يوازې درې تنه یې بريالي شوي دي.
ښاغلی اطرافي وايي تښتېدلو زندانیانو د پايوازانو په نوم د جعلي ټاپو او مهرونو نه ګټه اخيستې ده.
د کندهار د امنیت مشر زیاته کړه چې له تښتېدلو کسانو سره د مرستې په تور يې څلور ساتونکي او افسران نيولي، چې په دې اړه یې پلټنې ترې وکړي.
چارواکي وايي، چې د کندهار زندان څخه د بنديانو د تېښتې يوازنی لامل په زندان کې د ځاى کموالى او د زندانيانو زياتوالى دى.
د رپوټونو له مخې د کندهار د سرپوزې په زندان کې تر دوه زره زیات سیاسې اوجنایی زندانيان ساتل کېږي.
د سرپوزې پر زندان باندې دری ځلې برید شوې او دوه ځله مات شوې، چې سلګونه سیاسي او جنایي زندانیان برې په تېښته بریالې شوي دي.
د کندهار زندانونو څخه د بندیانو تښتېدنه کومه نوې خبره نه ده.
دوه کال وړاندې په همدغه میاشت کې د کندهار له مرکزي زندان څخه د یوه کیندل شوي تونل له لارې ۴۷۵ طالب بندیان و تښتېدل.
د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۳مه هم له دغه زندان څخه سلګونه بندیان تښتېدلي ول.








