کرزی افغانستان کې د سي ای اې عملیات محدودوي

افغان حکومت باور لري د امريکا څارګره اداره د افغانستان د دولتي امنيت تر نامه يو شمېر کوماندو وزمه قطعې کنټرولوي چې وايي د دغه هېواد له څارګرې ادارې سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي دغه پوځي قطعات د افغان حکومت له هېڅ ډول خبرتيا پرته پوځي عمليات کوي او کله چې په دې لړ کې کومه خرابي وشي نو بيا يې د افغان او نړيوالو ځواکونو ګډ عمليات بولي.
د ښاغلي فيضي په وينا د افغانستان څارګرې ادارې دغو ځواکونو ته نه وسلې ورکړي دي او نه يې تر قوماندې لاندې دي.
ګارډين د افغان ولسمشر د وياند له خولې ليکلي، همداسې يوه پوځي قطعه د اپريل مياشتې په لومړيو کې د کونړ د شيګل په ولسوالۍ کې د حکومت د مخالفو وسله والو په وړاندې په هغو عملياتو کې ښکېل وه چې ۱۱ ماشومان په کې ووژل شول.
ويل کېږي چې هغه امريکايى چې د دغې نښتې په لړ کې ووژل شو، د افغان استخباراتو قطعې ته يې لارښوونه کوله. باور کېږي چې هوايي مرسته وروسته له هغه وغوښتل شوه چې دغه امريکايى ژوبل شو.
په کابل کې د امريکا سفارت د امريکا د څارګرې ادارې په تړاو پر دغو مسالو له څرګندونو ډډه کړې خو د کونړ له جګړې څخه با خبرو سرچينو ويلي چې وژل شوى امريکايي يو استخباراتي کارکوونکى و چې نوم يې هم نه دى په ډاګه شوى.
باب ووډورد د خپل ٢٠١٠ کال د اوباما جګړې په کتاب کې ليکلي دي چې د درې زره ځواکمنو افغان ملېشو يوه ډله د امريکا له څارګرې ادارې سره کار کوي او ښاغلى فيضي وايي افغان حکومت د دغو ملېشو په اړه ډېر لږ معلومات لري.
د ولسمشر وياند دا رنګه وويل چې د دغو ځواکونو د شمېر، فعاليت او ځاى ځايګي په اړه اړينه روښانتيا نه شته.
باب ووډورد په خپل کتاب کې ليکي دغه نا رسمي کوماندويي ځواکونه ځانونه د سي آى اى معاش خواره او روزل شوې وسيله بولي چې د امريکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له لوري يې د جوړولو حکم شوى و.
دغه ځواکونه په دې موخه عملياتو ته استول کېږي چې د اورپکو د مشرانو پر وژلو سر بېره د افغان حکومت او د هغه د بهرنيو ملاتړو لپاره د خلکو زړونه وګټي.
باب ووډورد وايي دغو ځواکونو آن له پاکستان سره پر پوله هم عمليات کړي دي.
د کونړ د عملياتو په درشل کې ولسمشر کرزي دا رنګه خپلو امنيتي اورګانونو ته لارښوونه وکړه چې له افغان ځواکونو سره د موازي امنيتي جوړښتونو د لغو کولو په اړه يې حکم پلى کړي.
ښاغلى فيضي وايي د ولسمشر د دغه حکم موخه دا ده چې هغه افغان ځواکونه لغوه شي چې سي آ اې ته کار کوي.
د افغان ولسمشر دغه کار د افغانستان د خپلواکۍ د ټينګولو پر لوري يو بل ګام دی چې د امريکا د متحده ايالاتونو او متحدينو په وړاندې يې د اوږدې مبارزې يوه برخه جوړوي.
ښاغلي کرزي وار د مخه وکولى شول چې د امريکايانو له لوري د چلول کېدونکي بګرام زندان کنټرول ترلاسه کړي او د اورپکو تر کنټرول لاندې سيمو کې د شپي عمليات پاى ته ورسوي.
امريکايي قوماندانانو د شپي عمليات د اورپکو پر وړاندې په مبارزه کې ډېر مهم ګڼل.
د ولسمشر کرزي دغه ګام په يو داسې مهم وخت کې اوچتېږي چې کابل او واشنګټن له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايانو پر پوځي شتون سره خبرې اترې کوي.
خو ولسمشر اوباما لا له وړاندې دا خبره سپينه کړې چې امريکايي ځواکونه به له راتلونکي کال وروسته په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې نه جنګېږي.
نړيوال ځواکونه به افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي چې د اورپکو په وړاندې جګړه وکړي او د امريکا ځانګړي ځواکونه به د افغانستان او پاکستان د پولو تر منځ نا ارامو سيمو کې د القاعدې په وړاندې عمليات کوي.








