اپوزېسیون: ولسمشر غواړي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي

د افغانستان د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا پر ولسمشر کرزي تور پورې کوي، چې ګواکې دی غواړي د خپلې خوښې کس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر وټاکي.
دوی ادعا کوي، چې له دې لارې نوموړی د هېواد په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنې ته زمینه برابروي.
یاده شورا ټینګار کوي، چې د ټاکنو کمېسیون مشر او نور لوړپوړي چارواکي باید د ټاکنو کمېسیون د تشکیلاتو او صلاحیتونو د قانون له مخې په ولسواک ډول وټاکل شي، چې اوس د ملي شورا په ګډ کمېسیون کې تر بحث لاندې دی.
خو له بله پلوه د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، له ولسمشر سره د جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو، ملي شورا او مدني ټولنې د استازو په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د ټاکنو کمېسیون نوی مشر به د ملي شورا له تصویب وروسته د دغه قانون په رڼا کې ټاکل کېږي.
دا چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د مشر کاري موده څو ورځې وروسته پای ته رسېږي، د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په نامه د افغانستان د ۲۰ ګوندونو او سیاسي خوځښتونو یوه ټولنه ادعا کوي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو کمېسون د مشر ټاکلو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته د سیاسي ګوندونو او جهادي مشرانو یوه ګډه غونډه وربللې، چې دوی یې کلک مخالفت کوي.
دغه شورا ادعا کوي، چې ولسمشر کرزی غواړي د خپلې خوښې کس د ټاکنو د کمېسیون مشر وټاکي او له لارې یې په راتلونکو ټولټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
د دې شورا یو غړی فضل رحمان اوریا وايي، په انتصابي ډول د کمېسیون مشر ټاکل به د ټاکنو روڼتیا له ګواښ سره مخ کړي.
د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا ټینګار کوي، چې د ټاکنو کمېسیون مشر او نور لوړپوړي چارواکي باید د ټاکنو کمېسون د تشکیلاتو او صلاحیتونو د قانون له مخې د یوې ټاکنیزې کمېټې له لارې وټاکل شي، نه دا چې ولسمشر یې په خپله خوښه وټاکي.
یاد قانون اوسمهال په ملي شورا کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډ کمېسون لخوا د تصویب لپاره تر کار لاندې دی.
په یاده ټاکنیزه کمېټه کې به د مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي شامل وي او ولسمشر ته به یو نوملړ وړاندې کوي، چې هغه له دې نوملړه د ټاکنو کمېسیون چارواکي ټاکي.
خو د سیاسي ګوندونو دغه شورا ادعا کوي، چې ولسمشر د ملي شورا په ګډ کمېسیون کې لاسوهنه کوي او نه غواړي چې دغه قانون پر وخت تصویب شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ غونډه
له بله پلوه، د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر له جهادي مشرانو، سیاسي ګوندونو، ملي شورا او مدني ټولنو له استازو سره د ټاکنو کمېسیون د مشر ټاکلو په اړه د ولسمشر کرزي د غونډې تایید کوي، خو وايي چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ټاکنو کمېسیون د تشکیلاتو او صلاحیتونو قانون له تصویبېدو وروسته به په دې اړه د همدغه قانون په رڼا کې یو تن د یاد کمېسیون مشر ټاکل کېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیالې ویاندې عادله راز دغه غونډه غونډه یوه مشورتي ناسته وبلله.
د ولسمشرۍ دفتر او د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو د همکارۍ شورا پر ملي شورا غږ کړی، چې د یاد قانون د تصویب کار بشپړ کړي.
د ملي شورا ګډ کمېسون وايي، چې د ولسي او مشرانو جرګې استازي د د دغه قانون په ډېرو ټکو سره هوکړې ته رسېدلي او تر راتلونکې اونۍ به یې د تصویب کار بشپړ شي.
په همدې کمېسون کې د مشرانو جرګې غړی حافظ عبدالقیوم وايي د ټاکنیزې کمېټې په اړه هم هوکړه شوې ده.
که څه هم افغان حکومت وايي، چې د ټاکنو کمېسیون مشر به له قانون سره سم ټاکل کېږي، خو د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا ټینګار کوي، که ولسمشر د یاد کمېسیون چارواکي په خپله خوښه وټاکي، دا کار به د راتلونکو ټولټاکنو روڼوالی له ګواښ سره مخامخ کړي، چې له لارې یې د دوی په خبره افغانستان د یوه بل کړکېچ خوا ته تلای شي.








