افغانستان د روغتیايي بیمې لپاره ۷۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړې

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ماریا محب
- دنده, کابل
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دولتي او نا دولتي کارکوونکو د روغتیايي بیمې لپاره یې نژدې اویا میلیونه افغانۍ راټولې کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کار پرمهال له روغتیايي بېمې د دولتي او شخصي ادارو هغه کارکوونکي برخمن کیدا شي، چې په میاشت کې يي له خپل معاش نه یوه سلنه پيسې په همدې موخه خپلې ادارې ته سپارلې وي.
د دغه وزارت په وینا د کارکوونکو د روغتیا یې بېمې پیسې به د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.
د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر واصل نور مهمند وايي، تر اوسه يي په د روغتیا یې بیمې لپاره۷۰ میلیونه افغانی ټولې کړي دي.
د بیمو عمومي ریاست په وینا په تېرو څو کلونو کې د بیمې ۱۵ شرکتونه جوړ شوي او د ودې په حال کې دي.
خو د دغه ریاست به وینا د افغانستان په ادارو کې تراوسه خلک د بیمې په اړه بشپړ معلومات نلري.
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، خلکو ته د بیمې په اړه د عامه پوهاوي په موخه تبلیغات پيل کړي دي.




