افغانستان کې دوه بهرني عسکر وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې مېشتو ایساف ځوکونو ویلي چې د هېواد په ختيځ کې یې دوه پوځيان د اورپکو په یوه برید کې وژل شوي دي.
ایساف په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هویت او د برید اصلي ځای نه دی ښودلی.
د ویلو ده چې د افغانستان په ختيځ کې ډېری امریکايي پوځيان مېشت دي.
په دې سره افغانستان کې په روانه جولای میاشت کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۴۲ ته رسېږي.
د تېر ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې افغانستان کې ۵۲ بهرني پوځيان وژل شوي وو.
د تېرې جمعې پر ورځ په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي وو، په تېرو دریو میاشتو کې د وسله والو بریدونو د تېر کال د همدغو دریو میاشتو په پرتله ۱۱ سلنه ډېر شوي دي.
دغه ځواکونه وايي، د وسله والو بریدونه ځکه ډېر شوي چې افغان امنیتي سرتېري د هرې میاشتې په تېرېدو پياوړي کیږي او امنیتي مسوولیتونو ته اوږه ورکوي.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي، هرکال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې وسله وال له موسم نه په ګټې اخیستنې خپل بریدونه ډېره وي.
ایساف دا رنګه وايي، په تېر څو میاشتو کې دافغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر هم د پخوا په پرتله ډېره شوی، چې مهم لامل یې په جګړه کې په یوازې سر ډېره ونډه اخیستل دي.








