"د کابلبانک کړکېچ کې ښکېلو سره دوه ګونی چلند کېږي"

- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, کابل
د کابل بانک د ونډه وال شیرخان فرنود مدافع وکیل وایي هغه کسان چې د کابل بانک په بحران کې یې لاس درلود او د لوړ پوړو دولتي چارواکو ملاتړ ورسره دی، جګه غاړه ګرځي او څوک ترې پوښتنه نه کوي.
د فرنود مدافع وکیل حکومت او په ځانګړي ډول لویه څارنوالي تورنه کړه چې د کابل بانک په بحران کې د ښکیلو کسانو په وړاندې دوه مخی چلند کوي.
خو لویه څارنوالي د دې تور په ځواب کې وايي د کابل بانک په اړه د دوی څیړنې روانې دي او د دې بانک په دیوالي کیدو کې ټول ښکیل کسان به د خپل عمل په سزا ورسول شي.
په ۲۰۱۰ میلادي کال کې چې کله کابل بانک له ستونزو سره مخ او دیوالي شو د افغانستان بانک د دغه بانک واک پخپل لاس کې واخيست او دوه لوړ پوړي چارواکي یې له دندو ګوښه کړل.
د کابل بانک دوه مهم ونډه وال او مسؤولين شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي د دې ستونزې په لومړیو ورځو کې ونیول شول.
خو د ښاغلي فرنود مدافع وکیل صبغت الله تمیم وايي د کابل بانک په قضیه کې حکومت دوه ګونی چلند کوي او په ستونزه کې له اصلي ښکیلو کسانو څخه پوښتنه نه کیږي.
ښاغلی تمیم وايي موکل یې باید د کابل بانک د ټولو حسابونو له تصفیې او په ستونزه کې د اصلي ښکیلو کسانو له مشخص کولو وروسته نیول شوی وای.
خو د لویې څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې د څانګې مشر ابوبکر رفیعي وایي د کابل بانک ستونزه په جدي توګه څیړي او په قضیه کې هیڅ ښکیل کس به له محاکمې او پوښتنو ګرویګنو پرته پاتې نه شي.
د افغانستان بانک چارواکي وایي نږدې یو ميلیارد امریکایي ډالره د پور په نوم له دغه بانک نه ویستل شوي او زیاتره برخه یې په کابل او دوبۍ کې په جايدادونو لګول شوې ده.
په دې وروستیو کې د کابل بانک د تصفیې مدیریت په ډاګه کړه چې د دغو پیسو له نیمایي څخه زیاته برخه یې بېرته ترلاسه شوې او د پاتې برخې په اړه يې د تصفیې چارې روانې دي.








