د فرانسوي عسکرو قاتل افغان سرتیری په مرګ محکوم شو

فرانسوي سرتېري

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، عبدالصبور د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په شلمه د روزنې پر مهال له لفظي شخړې وروسته فرانسوي سرتېري وويشتل.
    • Author, جعفر هاند
    • دنده, کابل

په کابل کې یوې نظامي محکمې هغه افغان سرتیري ته د مرګ سزا ورکړه چې، د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې په کاپیسا کې څلور فرانسوي سرتیري په ډزو ووژل او ۱۸ نور یې ژوبل کړل.

د ژوبلو سرتېرو يوه يې بيا په فرانسه کې په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، محکمه پرون (دوشنبه، جولای ۱۶) د څرخي پله په زندان کې ترسره شوه.

محکمې پخواني افغان سرتیري عبدالصبور ته چې د فرانسوي سرتيرو په وژنه تورن و، د مرګ سزا واوروله.

دا لومړنۍ محکمه ده او ښاغلی صبور د استیناف محکمې ته د اپیل کولو حق لري.

عبدالصبور د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۲۰مه افغان سرتیرو ته د روزنې پر مهال له فرانسوي سرتیرو سره تر یوې لفظې شخړې وروسته پر هغوی د ټوپک خوله ور واړوله.

له دغه برید وروسته د فرانسې مخکني ولسمشر نیکولای ساغکوزي په سملاسي ډول له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ویستلو نېټه اعلان کړه.

وړاندې د ښاغلي صبور پلار بي بي سي ته ویلي و چې، زوی یې پر دماغي رنځ اخته و.

خو د دفاع وزارت مرستيال وياند وايي طبي ازموينو ښوولې چې عبدالصبور دماغي ستونزه، نه لرله.