د کابل- اسلام اباد سیاسي لانجو پر سوداګرۍ اغېز کړی

- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, کابل
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ سیاسي لانجو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریز اړیکو منفي اغېز کړی، چې تر ډېره یې زیان سوداګرو او پانګه والو ته رسېږي.
د دغې خونې چارواکي له دواړو غاړو غوښتنه کوي، چې د پانګه والو او سوداګرو ملاتړ وکړي او پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې له منځه یوسي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د ستونزو د حل لپاره د سوداګرۍ یوه ګډه خونه هم نن په پلازمېنه کابل کې جوړه کړي.
دوی تمه لري، چې دغه خونه به د سوداګرو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجې کله نا کله د دې لامل کېږي، د سیاست ترڅنګ د دواړو هیوادونو په سوداګریز چارو هم ژور اغیز پرې باسي.
دغه اغېز نه یوازې له افغانستان سوداګرو پورې محدود پاتې کیږي ، بلکه د پاکستان پر سوداګرو هم منفي اغېز لري.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې، د سوداګرۍ چارې په خپلو سیاستونو کې نه ورګډوي:
''زموږ اقتصاد هر وخت د سیاسي ترینګلتیا په پایله کې خړ پړ کېږي. زه تمه لرم، چې هم د افغانستان حکومت او هم د پاکستان حکومت دواړه سیاست له اقتصاد سره ونه تړي، ځکه په دغه ډول حالاتو کې هم د پاکستان خلکو او هم افغانستان خلکو ته زیان رسیږي.''
د افغانستان او پاکستان پانګه والو او سوداګرو اوس د ستونزو د حل په موخه لاس یو کړی او د سوداګرۍ پر وړاندې یې د شته خنډونو دلرې کېدو لپاره د سوداګرې ګډه خونه هم جوړه کړې ده.
دغه خون چې یو کال وړاندې جوړه شوې وه، نن یې په کابل کې هم یوه نمایندګي پرانیستل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، افغان حکومت دې د سوداګرۍ له ګډې خونې ملاتړ وکړي.
د سوداګرۍ خونې چارواکي تمه لري، چې دغه ګډه خونه به هم د پاکستان او هم افغانستان حکومتونه دې ته وهڅوي، چې د سوداګرۍ په ډګرې د دواړو اړخونو شته ستونزې هوارې کړي.
اوسمهال د افغانستان او پاکستان اقتصادي راکړه ورکړه، نژدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې ډېر برخه یې د پاکستان صادارت افغانستان ته جوړوي.








