د نشه يي توکو قاچاقیانو نیول پراخه بودجه غواړي

- Author, ماریا صدیقي
- دنده, کابل
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي، د نشه يي توکو نړیواله مافیا د افغانستان له مخدره توکو په کال کې ۷۰ میلیارده ډالر ترلاسه کوي.
د چارواکو په وینا له دې څخه يې یوازې ۵ سلنه په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروباریانو ته رسیږي.
وزارت وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د لويو کاروباريانو نيول ، ډېرې بودجې ته اړتیا لري.
چارواکي د وزیرانو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو نږدې خپلوان د نشه يي توکو په کاروبار کې په لاس لرلو تورنوي، چې وايي د پيسو او زور په مقابل کې بېرته پرېښودل کېږي.
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي، د مخدره موادو کارو بار په افغاني ټولنه کې د ترهګرۍ پیاوړتیا، د جګړې دوام، اداري، اخلاقي او مالي پراخ فساد ته لاره پرانیستې ده.
دغه څرګندونې د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې لپاره د نويو لارو چارو د موندلو په موخه په جوړشوي یوه ورځيني ورکشاپ کې وکړې.
دغه وزارت وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو کارو بار ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی، چې په دې برخه کې کله نا کله په خپله پولیس هم رول لري.
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم ازهر وايي، نړیواله مافیا په افغانستان کې د نشه يي توکو له قاچاق نه په کال کې لسګونه ميليارده ډالره ګټه وټه ترلاسه کوي او ډېره لږ برخه يې افغانانو ( کروندګرو ) ته رسېږي.
" په اوسنیو شرايطو کې، په کال کې ۷۰ بیلیون ډالره یوشمېر خلک د نشه يي توکو له کاروباره ترلاسه کوي، چې دغې ستونزې افغان دولت او خلک له ننګونې سره مخامخ کړي دي. د نشه يي توکو قاچاق د ترهګرو د پیاوړتیا، د جګړو د دوام او د اداري، اخلاقي او مالي پراخ فساد لامل شوی دی".
چارواکي وايي، د یوشمېر وزیرانو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو نږدې خپلوان هم د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري ، چې دغې مسلې افغان دولت اندېښمن کړی دی.
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي، د نشه يي توکو د نړیوالو قاچاق وړونکو نیول پراخې بودجې ته اړتیا لري.
د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال داود امین وايي، د نشه یي توکو قاچاق وړونکي بېرته د پیسو په بدل کې خوشې کیږي او خپله د ګذر وکیلان هم پکې لاس لري.
"د ګذر وکیلان له دې سره سره چې له پولیسو سره مرسته نه کوي، د نشه يي توکو له کاروباریانو سره هم لاس لري او هره اونۍ ورنه پیسې اخلي. زموږ ټولو آمرینو ته دوی معلوم دي، چې ځینې وکیلان لاس لري، او پیسې ټولوي، د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مسوولینو ته يي نومونه ورکړی، چې دوی له وکالته وباسي".
ښاغلي امین زياتوي:
"د نشه يي توکو نیول که په لوړه کچه وي که په ټيته کچه ډېرې بودجې ته اړتیا لري. که دولت غواړي له منځه يي یوسي، نو که د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دوه میلیونه ډالره لري، نو دولت باید ۵ میلیون ډالره ولري، چې په دې برخه کې کار وکړي او قاچاق وړونکي ونیسي. د قاچاق وړونکو نیول، په کومه بڼه چې روانه ده، داسې چې زه د سړک له سره په نشه يي توکو روږدي راټول کړم او درملنه يي وکړم، داسې نشي بریالې کېدای".
افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې په مرسته په ډېر لګښت سره د نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کړې، خو دغې مبارزې ګټورې پایلې نه دې درلودلي.
دلته په تېرو څو کلونو کې د نشه يي توکو د تولید د کچې له کمښت سره سره، تېر کال په دغه هېواد کې د تریاکو د تولید کچه ۶۱ سلنې ته ورسېده او ورسره د کوکنارو کښت هم اوه سلنه ډېره شوه.
افغان دولت دا مني، چې د نشه يي توکو پروړاندې مبارزه کې پاتې راغلي، خو پخپلو نړېوالو همکارانو يې هم نیوکه وکړه، چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د پولیسو په سمبالښت کې جدي پاملرنه نه ده کړې.








