د افغان انځورګر غمیزه

- Author, سید انور، کابل
- دنده, ژباړه: فریبا ظاهر
د غنمو په ډنډرو یا تنې انځورګري یو چینایي سبک دی، خو دوو افغان انځورګرانو چې پلار او زوی دي، دغه سبک ته نوي رنګونه ورکړي او د افغانستان لپاره یې د انځورګرۍ کم ساری سبک ترې جوړ کړی.
کله چې د امان الله ګندمي پلار د انځورګرۍ د زده کړې لپاره چین ته تللی و، یوازې له یوه رنګه کار اخیستل کېده، خو ښاغلی ګندمي اوس په خپلو پنځونو کې له لسګونو رنګونو کار اخلي چې د برقي اوتو په حرارت سره رامنځ ته کېږي.
په کابل کې د بي بي سي خبریال سید انور د ښاغلي ګندمي کور ته ورغلی او د هغه په کارونو یې راپور چمتو کړی دی.
دا د هنر ظرافت وو چې زه یې د افغان ترک له نړیوال نندارتونه دکابل په تایمني سیمه کې یوه کور ته ورسولم .دا هغه ځای دی چې یو افغان انځور ګر د خپل له لاسه وتلې خزانې یعنې انځورونو د بېرته رغولو هڅه کوي .
دهلېز ته په ورتلو مې د ښکلیو الوتونکو په زړه راښکونکو غږونو هرکلی وشو .
امان الله هغه کس دی چې په خپلو خلاقو ګوتو د غنمو ډنډې یا تنه د یو بل تر څنګ ږدي او ښکلي انځورونه ترې جوړوي . د ده کورنۍ نوم هم د هغه له کاره جلا نه دی .
"په ۱۳۴۹ کلونو کې په افغانستان کې زما د پلار د انځورونو نندارتون پرانستل شو ، چې په هغه کې په خپله علی حضرت ظاهر شاه ګډون کړی وو . ظاهر شاه ورته وویل چې ته د غنمو له ډنډر څڅه هر څه جوړوﺉ نو باید خپل تخلص ګندمي کیږدې. نو له هماغه کال راهیسې موږ ټولو وروڼو او خویندو ته همدا نوم راکړل شو".
د ګندمي پلار شاوخوا څلور لسیزې وړاندې د غنمو په تنې یا ډنډرو د انځور ګرۍ هنر په چین کې زده کړ .
بیرته خپل هېواد ته ستون شو او تر ننه له خپل زوی سره په دغه په زړه پورې پنځونې بوخت دی.
ښکلی طبعیت ، د افغانستان لرغوني آثار ، د سیمې او هېواد د نامتو سیاستوالو څېرې ، نڅا او په ټوله کې د افغانستان تیر وختونه د ده په انځورونو کې ځانګړی ځای لري .
ښاغلی ګندمي وایي د انځورګرۍ دغه سبک د سیمې او ان د دنیا په کچه ساری نه لري.
"زه فکر کوم چې یوازې په چین کې هغه هم که دا کار په بېلا بېلو ډلو و ویشو او معیار تر ۱۲ ټولګي وګڼو ، نو دغه سبک اول ، دوهم او دریم ټولګي کاروي . دغه نوښتونه چې موږ په کې رامنځته کړي نور هیڅ ځای نشته ، ان په خپله په چین کې هم . او پرته له چین څخه فکر نه کوم چې دنړۍ په هیڅ هیواد کې د غنمو له ډنډر یا تنې څخه دا ډول انځور ګري وشي . دا پرته له شکه د افغانستان د انځور ګرۍ یوه ځانګړنه ده".
کله چې د هغه پنځونو ته ځیر شﺉ ، لسګونه رنګونه به ووینﺉ ، خو دا ټول رنګونه د يوه برقي اوتو په کارولو سره د غنمو له تنې څخه جوړوي .
"په دې کې د کیمیاوي رنګونو د کارولو هیڅ اجازه نشته . ټول تونونه چې دلته لیدل کیږي د اوتو د حرارت په مرسته سوځول کیږي ، که حرارت ډیر وي رنګ یې شوخ او جوت شي او که حرارت لږ وي نو څه سپیره رنګ جوړیږي".
د دغو انځورونو کار په څلورو پړاوونو کې بشپړیږي .
"لومړی کار د غنمو له پيټیو پیلیږي، غنم راټولوو ، پاکوو یې ، قیچي کیږي او له منځه یې دوه نیمه کوو . دغه جوړ شوي توکي اندازه کیږي او پر یوه نازک کاغذ په منظم ډول ایښودل کیږي . بیا یې د رنګونو د جوړولو لپاره د اوتو مرحله پیلیږي او په پای کې د ځانګړو سریښو په مرسته پر تخته نښلول کیږي".
ښاغلی ګندمي له خپل کار سره ډیره مینه لري ، خو دا د ده یوازینی کار نه دی بلکې وایې چې ژوند یې د هنر له اوو ډولونو سره تړلی دی چې د موسیقۍ د آلو غږول په هغو کې راځي .
د افغانستا ن د کورنیو جګړو په کلونو کې د ښآغلي ګندمي کورنۍ له خپل هیواده وتلو ته اړ شوه .
دی د خپلو ټولو شتمنیو له لاسه ورکولو نه دی غمجن کړی ، خو د شپیلۍ له غږ څخه یې له ورایه ښکاري چې د ده او د پلار د لسګونو انځورونو لوټیدل ورته نه هیریدونکي دي .
ښآغلی ګندمي وایي د ده او د پلار تر ۱۰۰ ډیر انځورونه له منځته تللي د ي.








