پنېتا: "شاید تورن امریکایی پوځي اعدام شي"

د عکس سرچینه،
د امریکا متحده ایالتونو ددفاع وزیر ویلي، که چېرې په کندهار کې د ۱۶ عامو کلیوالو وژونکی تورن امریکایی پړ وخېژي، "شاید" د اعدام له سزا سره مخامخ شي.
د تېرې یکشنبې په ورځ یوه امریکایي سرتېري د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۶ ولسي وګړي، چې نهه یې ماشومان دي، په ډزو ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل.
ښاغلي پنېتا خبریالانو ته ویلي، برید کوونکو پوځي به د امریکا د پوځ د قوانینو له مخې محاکمې ته راکاږل شي.
نوموړي ويلي، د پوځ د قانون له مخې، که چېرې دغه پوځي د ولسي وګړو په قصدي وژنه پړ وخېژي، د مرګ له سزا سره به مخامخ شي.
تورن امریکایی په عراق کې هم جنګېدلی، خو د افغانستان د روانې جګړې لپاره یې دغه هېواد ته لومړنی سفر و.
دغه تورن امریکایی پوځي سپیده داغ له خپلې اډې وتلی، د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزیو کلي ته ورغلی او په ولسي وګړو یې توپک را اړولی دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه امریکايي پوځي دا کړنه "قصدي" او "نه هېرېدونکی" عمل بللی دی.
د افغانستان ولسي جرګې هم په تېره دوشنبه د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون کې خپله دروازه د یوې ورځې لپاره وتړله.
ګڼو وکیلانو ولسمشر حامد کرزی د امنیت په راوستو او خپله دنده کې پاتې وباله او ځینو نورو بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.
غچ
طالبانو د پنجوايي له پېښې سم لاسي وروسته له امریکايي پوځیانو د ولسي مرګ ژوبلې د غچ اخیستو ګواښ وکړ، او د کلیوالو دا وژنه یې یو "وحشیانه" عمل وباله.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تازه غبرګون کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د يوه امريکايي عسکر له خوا د شپاړسو ولسي افغانانو وژنه، په افغانستان کې د هغوى ستراتيژي نه بدلوي:
''پرته له شکه هغه څه چې دا اوونۍ پېښ شول یو زړه ماتونکې عمل او یوه تراژیدي وه. ما ولسمشر کرزي ته وویل ددغو ملکي وګړو وژنه چې ماشومان هم پکې شامل دي امریکاییان څنګه احساسوي. فکرکوم موږ ټول یې په اندېښمن کړي یو.
خو هغه څه چې موږ یې نه کول غواړو هغه له افغانستان په بیړه د ځواکونو ایستل دي. موږ په ملکي څانګو کې هم سلګونه سلاکاران لرو او ډېرې وسیلې لرو چې باید له افغانستان وایستل شي.''








