د بښنې نړيوال سازمان: تورن امريکايی پوځي دې محاکمه شي

- Author, متین سمسور
- دنده, لندن
د بښنې نړيوال سازمان د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي کسانو د وژنې د غندلو ترڅنگ، ژر تر ژره عدالت ته د تورن امريکايي عسکر د راکاږ لو غوښتنه کړې ده.
دغه امريکايي عسکر د تېرې يکشنبې په گهيځ پنجوايي ولسوالۍ کې څو کورونو ته ننوت پر خلکو يې ډزې وکړې او د نهو ماشومانو او څو مېرمنو په گډون يې شپاړس بې ګناه ولسي وګړي ووژل.
ددغه سازمان د آسيا پسفيک د برخې مسؤول سام ضياء ظريفي د امريکا د متحده ايالتونو له حکومته وغوښتل، چې د پېښې په اړه چټکه، خپلواکه، باوري او رڼه پلټنه وکړي او تورن کس يا کسان داسې محاکمه کړي، چې د افغانانو غوښتونو ته ځواب وويل شي:
"تر هرڅه لومړى بايد په د ې اړه ځواب ووايي، چې دغه پېښه څنگه رامنځته شوه. امريکايي پوځيانو په دې اړه ضد او نقيض ځوابونه ورکړي دي. مهمه داده، چې په راتلونکو دوه و ورځو کې په دې برخه کې افغانانو ته يو روڼ ځواب ورکړي. دويمه هم د عدالت مساله ده ، چې موږ به وگورو، دغه کس (او ياکسان) به په څه ډول محاکمه کېږي."
تر دې وړاندې افغان ولسي جرگې هم، د ننه په افغانستان کې په يوه پرانيسته محکمه کې د تورن د محاکمې غوښتنه کړې وه.
د ۲۰۰۳ کال تړون
خو په ٢٠٠٣ کال کې له افغانستان سره د امريکا د شوي تړون پر بنسټ، تورن امريکايي عسکر په افغانستان کې له محکمې خلاص دي.
تېر کې هم دغه ډول امريکايي عسکر د ننه په امريکا کې د پوځي محکمو له لوري محاکمه شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان د تورن د محکمې ترڅنگ، د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تاوان د ورکولو غوښتنه هم کوي، چې په اړه یې ښاغلی ظريفي وايي:
"د هغو کسانو چې په دې پېښه کې وژل شوي دي، د کورنيو له غړو او ژوبلو شويو کسانو سره بايد مرسته وشي او دا يوه قانوني مساله ده او امريکايان بايد قانوني چلند وکړي."
د بښنې نړيوال سازمان له امريکايي او ناټو ځواکونو غوښتي دي، چې لا ډېره هڅه وکړي په افغانستان کې د ولسي افغانانو د مرگ ژوبلې کچه کمه شي.
د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې، ٢٠١١ کال کې تر درې زره ډېر ولسي وگړي افغانستان کې وژل شوي دي.
دا هغه څه دي، چې د افغانانو د ماغزو او زړونو د خپلولو کار يې گران کړى دى.








