م.م: په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان د اپیمو بیه ډیره لوړه شوه

- Author, بیټني بیل
- دنده, پښتو بڼه : ابراهيم اميري
د نشه يي توکو او جرمونو پرضد دملګرو ملتونو اداره یا یو این او ډي سي وايي د ۲۰۱۰ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د تولید شویو اپیمو بیه لوړه شوې ده.
په یوې څیړنې کې چې تازه خپره شوې د ملگرو ملتونو دغې ادارې ويلي چې په هغو عوایدو کې چې د اپیمو کروندګرو ترلاسه کړي ۱۳۳ فیصده زیاتوالی راغلی او ورسره د اپیمو کر هم زیات شوی و.
په دې اړه له ویانا نه د بي بي سي خبریاله وايي: د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا تیرکال په افغانستان کې د اپیمو بیه په ډراماتیکه توګه ډیره لوړه شوه.
دا اداره وايي په ۲۰۱۱ کال کې بزګرانو ښايي یو عشاریه څلور ميلیارده ډالر د اپیمو له کره ترلاسه کړي وي چې دا د افغانستان د ناخالصه عوایدو نهه سلنه جوړوي.
د دغې ادارې له خوا په یوې ترسره شوې څیړنې کې په سلو کې شپیتو بزګرانو ویلې چې د اپیمو لوړې بیې هڅولي دي چې کر کيلې ته يې دوام ورکړي.
یو این او ډي سي وايي په افغانستان کې د اپیمو بیه هغه مهال لوړه شوه چې پر کوکنارو لګیدلو ناروغیو ډیر له مینځه یوړل خو له دې سره سره په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د اپیمو تولید په سلو کې ٦١ لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو اداره ګومان کوي چې بهر ته د اپیمو دلیږلو له لارې به دوه عشاریه څلور ميلیارده ډالر ترلاسه شوي وي.
د یو این او ډي سي مشر یوري فیدوتوف وايي اپیم د افغانستان د اقتصاد یوه مهمه برخه ده چې له اورپکۍ او ادارې فساد سره مرسته کوي.
د یادولو ده چې د نړۍ ۹۰ سلنه اپیم له افغانستانه ترلاسه کیږي.








