د افغان پوځ شمېر ۲۰۰۰۰۰ ته لوړېږي

- Author, محمود کوچى
- دنده, له کابله
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د دغه هيواد د ملي پوځ په ليکو کې به د سرتيرو شمير شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ تنو ته ورسېږي.
د افغانستان د دفاع وړزارت وايي چې د ملي پوځ په ليکو کې د نويو سرتيرو د ورگډيدو بهير چټک شوى او دا مهال د دغه هيواد د پوځ د سرتيرو شمير ۱۸۰ زرو تنو ته رسيدلى دى.
د وزارت چارواکي وايي که دغه بهير همدغه شان گړندۍ پر مخ روان وي نو ښايي تر راتلونکو څلورو پنځو مياشتو کې د ملي پوځ د سرتيرو شمير شاوخوا ۲۰۰ زرو تنو ته ورسيږي ، تر دې وړاندې د افغانستان نړيوالو ملاتړو له افغان دولت سره ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۲ کال تر پايه به د پوځ شمير همدومره ته ورسوي.
په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کاتل تر پايه د افغانستان تولې امنيتي واگې افغان ځواکونو ته وسپارل شي ، د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي که تر هغه مهاله د افغانستان د پوځ شمير ۲۴۰ تنو ته ورسيږي، نو د دې توان بهخ بيامومي چې د خپلو سرحداتو نه په کلکه دفاع وکړي :
'' زموږ پوځ د کورني امنيتي د ټينگښت لپاره څه نا څه ۹۵ سلنه بشپړ شوى خو هڅه کوو چې دغه شمير زيات کړو ، موږ وايو که ۲۴۰ زره کسيپز پوځ ولرو نو د اقتصادي پلوه او د نړيوالو همکاريو سره سم کولاى شي چې زموږ کورنى او بهرني امنيت خوندي کړي ، موږ غواړو داسې پوځ وروزو چې د کورني امنيت تر څنگ زموږ ځمکنى بشپړنتا ، خپلواکي او ملي حاکميت و ساتلى شي ، او دا رنگه په سيمه کې بايد انډول هم وساتلى شي چې د سيمې هيوادونو سره د دفاع توان ولري''.
له لوپه سره د افغانستان پر پوځ دا نيوکه ديره کيږي چې له يوې خوا زمنتيا نه لري او د احيرانو په توگه کار کوي او بله دا چې د پوځ له ليکو نه هره ورځ په لسگونه سرتيري تيښته کوي.
خو ښاغلى عظيمي د دغو نيوکو په ځواب کي وايي چې پخ ټول کال کې هغوى دوه سلنه سرتيري له خپلو ليکو ويستي چې د هغه په خبره دا هغه کسان دي چې پا يې د خدمت دوره بشپړه شوې ، يا هم وژل شوي او يا هم ناسوبتيا يې ډيره وه .

نوموړى دا هم وايي چې په روانه مياشت کې ۱۵۰۰ هغه سرتيري چې ناسوبه ول بيرته راغلي او د پوځ له ليکو سره يو ځاى شوي دي .
د دفاع وزارت وايي سږنى کال په ډيرو برخو کې د تاوتريخوالي پيښې کمې شوي او د تير کال پر تله ۲۶ سلنه کموالى ښيي چې د دغو چارواکو په وينا يوه وجه يې د پوځ په ليکو کې د زياتو ځوانانو ورگډيدل دي .
خو پوځي کارپوهان وايي چې لا هم د افغنستان امنيتي ځواکونه د څرنگوالي له اړخه زياته کمزورتيا لري ، دغه کارپوهان وايي تر هغې پورې چې د پوځ په اډانه کې د هوايي ځواکوړنه په پښو نه وي درول شوي ، نو نه شي کولاى چې شته ننگونو ته ځواب ووايي .








