امریکایی عسکر د ملکي افغانانو په وژنه ګرم وپیژندل شو

په امریکا کې یوې محکمې یو امریکایی عسکر په افغانستان کې د ملکي کسانو په وژنه ګرم وباله. پر دغه پوځي کالوین ګیپس تور و چې په کندهار ولایت کې یې د ساعت تیرې لپاره پر ملکي کسانو ډزې کولې او د هغوی د بدن هډوکي یې د جګړې د یادګار په توګه له ځان سره ساتل.
د کالوین ګیپس په مشرې دده ډله د وژونکې ډلې یا کیل ټیم په نامه مشهوره شوه. د کالوین ګیپس خپلو ملګرو پر هغه په محکمې کې شاهدي ورکړه او هغه یې یو ظالم مشر وباله.
څارنوال وویل دغه عسکر پوهیدل چې ملکي کسانو دوی ته خطر نه و پیښ کړی خو بیا یې هم هغوی ویشتل. کالوین ګیپس په واشنګټن کې له څو ورځو راهیسې د روانې محکمې په پای کې ګرم وپیژندل شو.
نوموړي ته به وروسته جزا واورول شي.




