
اوباما ویلي چې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په افغانستان کې د ناټو د چورلکې رالوېدو په پېښه کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل به د امریکا پر روانې جګړې منفي اغېز ونه کړي.
د تېرې شنبې پر ورځ (د اګست شپږمه) د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ناټو یوه چینوک الوتکه طالبانو راغورځوله، چې د اوو افغان کوماندوز او یوه ژباړن په ګډون د امریکا ۳۰ ځانګړي ځواکونه ووژل شول.
ولسمشر اوباما د تېرې دوشنبې پر ورځ ویلي، چې په افغانستان کې به خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
ناټو هم ویلي چې د اورپکو پرضد عملیات به ګړندي کړي.
افغانستان کې د ناټو ستر تلفات
۲۰۰۵، د اپریل ۶مه
په غزني ولایت کې د چینوک چورلکې په رالوېدو سره ۱۵ امریکايي پوځيان او درې قراردادیان ووژل شول.۲۰۰۵، د جون ۲۸مه
په کونړ ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۱۶ امریکايي عسکر ووژل شول.۲۰۰۵، د اګست ۱۶مه
هرات ته څېرمه د ناټو چورلکه راولوېده، چې ۱۷ هسپانوي عسکر پکې ووژل شول.۲۰۰۶، د مۍ ۵مه
د کابل په ختيځ کې د چینوک الوتکې په رالوېدو ۱۰ امریکايي عسکر ووژل شول.۲۰۰۶، د سپتمبر دویمه
د برتانیا ۱۴ شاهي هوايي پوځيان تر چاودنې او نښتې وروسته ووژل شول.۲۰۰۸، د اګست ۱۸مه
د کابل په ختيځ کې د طالبانو په کمین کې ۱۰ فرانسوي سرتېري ووژل شول.۲۰۱۱، د اګست ۶مه
په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا د چینوک چورلکې په راغورځولو سره ۳۱ امریکايي ځانګړي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز ووژل شول.سرچینه:
بي بي سي خبري څانګه
اوباما په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي ''پوهېږم چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو د لېږد په بهیر کې زموږ ځواکونه خپل درانه مسؤولیت ته اوږه ورکوي، له دې ټولو موخه داده چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر یوه خوندي ځای بدل نه شي.''
امریکايي ولسمشر دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل په دغه هېواد کې زموږ د پوځيانو په مخ کې د نویو ګواښونو د خطر زنګ دی.
نوموړي ويلي چې پوځیان یې هره ورځ په افغانستان کې له نویو ګواښونو سره مخامخ کېږي.
په میدان وردګو ولایت کې د ۳۰ امریکايي پوځيانو وژل کېدل د افغانستان په روانه لس کلنه جګړه کې امریکايي پوځيانو ته دا تر ټولو لویه مرګ ژوبله ده.

























