کونړ: له تښتول شوو کارګرو ۶ یې راخوشي شول

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د مسلکي زده کړو د یوه مرکز اته کارکوونکي ناپېژاندو وسله والو تښتولي دي .
په کونړ کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه کسان د تېرې شنبې پر ګهيځ مرکز اسعد اباد ته څېرمه په 'شیګل' ولسوالۍ کې تښتول شوي، چې شپږ کارګر بېرته راخوشي شوي دي .
خو د کونړ د بیارغانیز مرکز KCC مشر مختار او یو بل استاد انجنیر لاهم د وسله والو په منګولو کې دي .
دغه مرکز د ترکاڼۍ، ګل کارۍ او نلدوانۍ په برخو کې کسانو ته درې میاشتې مسلکي زده کړې ورکولې او تر فارغېدا وروسته یې د خپل مسلک اړوند توکي او د اوسېدو ځای ورکاوه .
له دغه مرکز څخه لس ځلې مسلکي شاګردان فارغ شوي، چې د متحده ایالتونو له خوا یې مالي مرسته کېږي .
تر دې مهاله ددغو کسانو د تښتولو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې .
څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پکتیا کې د سړک جوړونې ۳۵ کارګر ووژل شاو ۱۵ نور یې وتښتول .




