کونړ کې د طالبانو توغندي ۱۳ ملکيان ټپيان کړي

کنړ
د عکس تشریح، د توغندي د پرېوتو له امله اووه ماشومان ټپيان شوي دي.

د افغانستان له ختيځ کونړ ولايت نه راپورونه وايي چې د واده پر مراسمو د يوه توغندي د پرېوتو له کبله ۱۳ کسه ټپيان شوي دي.

د کنړ د عامې روغتيا مشر وايي د ټپيانو اووه تنه يې ماشومان او پاتې هغه يې ښځې او نارينه دي.

دغه توغندی نن سهار د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ د شيني ګام پر کلي پرېوتی دی.

دغه کلی د امريکايي پوځې اډې په خوا کې پروت دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو پر دغه امريکايي پوځي اډه توغندي کوزار کړل او يو توغندی له هدف نه خطا شو او پر کور ولګېد.

ځايي چارواکو د بريد پخلی کړی دی، خو وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.