ايران له افغان حکومته غوښتي چې لاريوني ونيسي

په يوه نادوده پرمختګ کې ايران له افغان حکو مت څخه غوښتي، هغه خلک و نيسي چې په پلازمېنه کابل کې يې د دوی پر ضد لاريونونه کړي دي .
په کابل کې له څو اونيو راهيسې د ايران پر ضد د افغان سوداګرو د تيلي ټانکرونو د ايسارولو او د افغان کډوالو د وژلو ، اعدامولو او ځورولو له امله لاريونونه کېږي.
وروستي دوه لاريونونه تېره ورځ ول، چې سلګونه کسان د ايران د سفارت مخې ته راغونډ شوي ول ، د ايران سفارت يې په ډبرو او هګيو وويشت او سره رنګونه يې ور وشيندل .
په کابل کې د ايران سفير فداحسين مالکي د ايران خبري اژانس ارنا ته ويلي افغان چارواکو په يوه ټلفوني تماس کې ددغو لاريونونو له امله خواشيني ښوولې ده .
دغه راز نوموړي ويلي افغان حکومت ورسره ژمنه کړي چې د لاريونونو هڅووونکي يا دده په وينا((عاملين )) به ونيسي.
همدا راز د ه افغان چارواکو ته ګواښ کړی که دغه کسان ونه نيسي ښايي ايران د سونتوکو پر ترانزيټ او ځينو نورو مسلو باندې له سره غور وکړي.
په ايران کې له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د افغان سوداګرو تر يو نيم زر زيات تيلي ټانکرونه په دې پلمه ايسار شوي چې ګنې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته تېل رسوي.
خو افغان سوداګرو ويلي دا د دوی شخصي تېل دي چې په عراق کې يې پېرودلي او يوازې د ايران پر لاره يې افغانستان ته راوړي .
وړمه ورځ د ايران سفارت له افغان حکومته غوښتي ول چې دوی ته دې د تېلو له اړخه خپلې اړتياوې جوتې کړي چې ايران بيا په هماغه کچ تېل ورته راپرېږدي .
د دوی په وينا په دې وروستيو کې د ايران له لارې افغانستان ته د راوړل کېدونکو تېلو کچه درې برابره لوړه شوې نو ځکه يې دوی اندېښمن کړي دي.
خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت سمدستي وروسته دغه غوښتنه رد کړه او غير قانوني يې وبلله.
د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ مشر مزمل شينواری وايي د ايران له لارې ځکه د تېلو کچه زياته شوې چې عراقي تېل افغان سوداګرو ته ارزانه پرېوځي .
دغه راز هغه وويل ناټو خپل اکمالات د پاکستان او منځنۍ اسيا له لارې کوي.
ښاغلي شينواري زياته کړه ايران د نړيوالو قوانينو په تېره بيا د ايکو سازمان د تړونونو له مخې د افغانستان پر سوداګرۍ محدوديتونه نه شي لګولای .








