په افغانستان کې په لومړي ځل تېل را ايستل کېږي

- Author, سيد انور
- دنده, له کابله
د افغانستان د کانونو وزارت وايی د دغو نفتي زېرمو را ايستل د حکومت لومړنۍ تجربه ده او هڅه کوي چې لومړی پر هغو زېرمو کار پيل کړي چې لږې پانګې ته اړتيا لري.
د نفتي زېرمو دغه سيمه چې انګوت نومېږي د سرپل د مرکز په 5 کلو مترۍ کې پرتې دي چې د را ايستلو چارې اوس دواطلبۍ ته وړاندې شوې دي.
په دغې سيمه کې چی د نفتو څلور څاګانې شته، اټکل کېږې 6 مليونه بېرله نفت به لري.
د افغانستان د کانونو او صنايعو مرستيال وزير، نصير احمد درانی وايي، د دغو نفتو په را ايستلو باندې نه يوازې افغان حکومت دوه سوه مليونه ډالره عايد ترلاسه کړي ، بلکې ددې تر څنګ به د نفتو او قيرو له اړخه هم د دغه هېواد اړتياوې تر يوه بريده پوره شي.
ښاغلی درانی وايي تر اوسه پورې دغه وزارت ته دريو شرکتونه د دواطلبۍ پاڼې سپارلې او په وينا يې ګټونکی شرکت اړ دی چې د دغو څاګانو ټول پروسس به په هېواد کې دننه تر سره کوي.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دغو څاګانو د استخراج لپاره څومره پانګې ته اړتيا ده؟
افغانستان د نفتو په برخه کی په وارداتو تکيه کوي خو چارواکي وايي د نفتو دغه را ايستنه به په هېواد کې د تېلو بيې هم را ټيټې کړي.




