د کندوز والي په يوه بريد کې ووژل شو

انجنير محمد عمر
د عکس تشریح، تر اوسه معلومه نه ده چې والي انجنير عمر په ځانمرګي بريد کې وژل شوی او که بله چاودنه وه .

چارواکي وايي چې د کندوز والي انجنير محمد عمر د جمعې پر ورځ په يوه بريد کې وژل شو دی .

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي بريد په تالقان ښار کې سپين زر سړک ته څېرمه په يوه جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته شوی دی .

هغه وويل چې تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دا ځانمرګی بريد و او که چاودېدونکې توکي چوول شوي دي .

د تخار امنيه قوماندان شاه جهان نوري وايي په بريد کې د جومات د ملاپه ګډون 15 تنه وژل شوي دي .

هغه زياته کړه چې په بريد کې20 تنه ټپيان شوي دي چې ډېر يې ولسي وګړي او د پوهنتون محصلين دي .

د کندز د والي محمد عمر جنازه چې پرون له نورو دولسو کسانو سره د يوه بمي بريد په پاېله کې د تخار په ولايت کې ووژل شو ، نن خارو ته سپارل کيږي.

خو چارواکو د امنيتي اندېښنو له وېرې د جنازې د کېدو ځای نه دی ښوولی. چارواکي د بريد پړه پر طالبانو اچوي.

دغه بريد په هغه جومات کې وشو چې د کندز والي محمد عمر د لمانځه لپاره ورغلی وو.

د تخار والي عبدالجبار تقوا وايي د بريد اصلي نښه د کندز والي وو چې په منظم ډول يې په دغه جومات کې د جمعې لمونځ کاوه.

تر دې مهاله پورې د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

تر اوسه نه ده معلومه چې بريد چا کړی پړه یې هم چا اخيستې نه ده .