برتانیايي ځواکونه له سنګین ولسوالۍ وځي

د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.
د عکس تشریح، د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.

برتانیايي ځواکونه د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه وځي چې ځای به يې امريکايي سمندري ځواکونه ونيسي.

په سنګين ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي دي چې د تېرو نهو کلنو کې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټولو وژل شويو برتانيايي سرتېرو نژدې درېيمه برخه کېږي.

په ټوله کې له ۲۰۰۱ راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شوو برتانيايي سرتېرو شمېر ۳۳۷ ته رسېدلې دی.

<link type="page"><caption> په عراق کې وژل شوي برتانوي سرتېري</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/uk-10629358" platform="highweb"/></link>

لندن چې ددغه کال په لومړيو کې امريکايي ځواکونو ته د سنګين د سپارلو اعلان کړی و اوس وايي چې د دوی دغه سرتېري به د هملند د شمال په بله سيمه کې ځای پر ځای شي.

د برتانیا د دفاع وزرات ویاند جنرال ګورډن مسنجر ، چې وړاندې په هلمند کې د برتانوي ځوکونو قومندان و، ويلي له سنګین نه وتل هلته د ماتې په مانا نه دي.

نوموړي د بي بي سي له رادیو ۴ سره په مرکه کې ويلي: ''د جګړې په ډګر کې داسې نه ښکاري..... هلته يوازې برتانوي ځواکونه د امریکا سمندري ځواکونو ته واک سپاري.''

د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.

ډاکټر فاکس د برتانیا پارلمان ته په وینا کې ویلي وو، چې "په سنګین کې برتانوي سرتېرو ښه پرمختګ کړی دی، خو ښايي چې په نژدې راتلونکې کې د هلمند شمالي او جنوبي سيمې امریکايي عسکرو ته پرېږدي."

په تېره جون میاشت کې برتانوي ځواکونو په هلمند کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) مشري يوه امريکايي جنرال ريچرډ ميلز ته وسپارله.

ښايي دا به په افغانستان کې د امریکا د جګړه ييزې تګلارې د بدلون په ترڅ کې یو نوښت وي، چې له ځينو سیمو بهرني پوځيان وباسي او پر ځای یې امریکايي عسکر مېشتوي.

برتانوي سرتېري په هلمند کې
د عکس تشریح، په سنګين ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي دي چې د تېرو نهو کلنو کې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټولو وژل شويو برتانيايي سرتېرو نژدې درېيمه برخه کېږي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او برتانوي ځواکونو ترمنځ په تېرو څو کلونو کې سختې خونړۍ نښتې وشوې.

سنګین ولسوالۍ ته به ۲۰۰۶ کال کې برتانيايي سرتېري ننوتل.

په کابل کې د بي بي سي خبریال ين پنل وايي، که څه هم له سنګین ولسوالۍ نه د برتانيايي سرتېرو د وتلو لړۍ رسماً پیل شوې ده، خو په سنګین کې د برتانیا شاوخوا ۴۰ کوماندو سرتېري پاتې کېږي، چې د وتلو لړۍ به یې څو اوونۍ وخت واخلي.

سنګين د طالبانو لپاره د اکمالاتو د رسېدو حياتي لاره ده چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.