د هرات لرغونې ودانۍ د حکومت پام غواړي- انځوريز رپوټ

د هرات د لوی جامع جومات

د هرات د لوی جامع جومات د جوړولو کار په بنسټيزه توګه په اوومه هجري پېړۍ کې د سلطان غياث الدين غوري په نوښت پيل شو خو د بيارغاونې کار يې په مختلفو تاريخي دورو کې ترسره شوی.

په لويديځ ولايت هرات کې سيمه ييزو چارواکو يو ځل بيا د هرات د لرغونو ودانيو بيارغونې ته د مرکزي چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

د هرات لوي جامع جومات چې په اوومه هجري پيړۍ کې جوړ شوی، د نړۍ د ډېرو لويو جوماتونو او د افغانستان د مهمو تاريخي ودانيو په کتار کې هم شمېرل کېږي.

په هرات کې د لرغونو ودانيو بيارغونې ته د پاملرنې پر اړتيا په دې وروستيو څو کلونو کې په پرله پسې توګه سيمه ييز چارواکو ټينګار کړی خو په دې ودانيو کې د هرات لوی جامع جومات چې د افغانستان له مهمو تاريخي ودانيو نه هم شميرل کيږي يوې داسې سرچينې ته اړتيا لري چې د بيارغاونې لپاره يې دايمي لګښت ورکړي.

د هرات د والي وياند نقيب آروين وايي د هرات نوي والي محمد داود صبا د افغانستان د ماليي وزارت نه غوښتنه کړې چې په ځانګړې توګه د هرات لوی جامع جومات لپاره يوه دايمي بودیجه په پام کې ونيسي.

نوموړی وايي د ماليې وزارت دا وړانديز منلی او ډير ژر به يې په هکله اقدام وشي:

''په ځانګړې توګه د هرات د لوی جامع جومات لپاره د يوې دايمي بوديجې ترلاسه کېدل د هرات د عالمانو غوښتنه ده چې د دې جومات د بيارغاونې لپاره ځانګړې شي، ډېر ژر به دا بوديجه د ماليې وزات لخوا منظوره شي او د جامع جومات د بيارغاونې چارې به پيل شي.''

د هرات د لوی جامع جومات د جوړولو کار په بنسټيزه توګه په اوومه هجري پېړۍ کې د سلطان غياث الدين غوري په نوښت پيل شو خو د بيارغاونې کار يې په مختلفو تاريخي دورو کې ترسره شوی.

دا جامع جومات په ٤٦ زره مترو ساحه کې جوړ شوی اوس داسې يوه مالي سرچينه غواړي چې د اړتيا په وخت کې يې د بيارغاونې لپاره بي له ځنده لګښت ورکړي.

چارواکي وايي په افغانستان کي د لنډمهاله حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته د هرات د ګمرک له عوايدو نه د هرات د لوی جامع جومات د بيارغانې چاره ترسره کېده خو د سيمه ييزه عوايدو د مرکزي کېدو وروسته دوی کافي امکانات د دې چارې د ترسره کولو لپاره نه لرل.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس ولي شاه بهره وايي اوس د هرات لوی جامع جومات بيارغاونې ته سخته اړتيا لري:

''اوس د جامع جومات بامونه چې د بيارغاونې پلان يي پنځوس فيصده ترسره شوی و د خرابېدو په حال کې دی د کاشي کاري په برخه کي هم دومره ستونزې لرو چې تل د مرستندويه موسسو نه د مرستو غوښته کوو.''

هرات

په هرات ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ لرغونې ودانۍ شته، چې سختې پاملرنه او ساتلو ته اړتیا لري.

دا يوازې د هرات لوی جامع جومات نه دی چې بيارغاونې ته اړتيا لري، د هرات د لرغونو ودانيو د حفاظت د څانګي مشر ايام الدين اجمل وايي په سلګونو نورې لرغونې ودانۍ هم په ورته حالت کې دي:

''د هغو سروې ګانو له مخې چې مخکې ترسره شوې په هرات کې شاوخوا ۷۰۰ لرغونې سيمي يا ودانۍ شته چې ۷۰ په سلو کې يې په تېرو درو لسيزو کې زيانمنې شوې او اوس بيارغاونې ته اړتيا لري.''

د هرات لرغونو ودانيو ته په دې وروسيتو څو کلونو کې د ملګروملتونو کلتوري څانګې يونیسکو پام هم وراوښتی سره له دې چې د آغا خان د بنسټ لخوا د هرات د پخواۍ معمارۍ له معيارونو سره سم په دې ولايت کې د لرغونو ودانيو د بيا جوړولو لپاره مهمې پروژې ترسره شوې، خو د هرات په زاړه ښار کې د نوو ودانيو جوړېدل هغه څه دي چې تراوسه يې د نړۍ د کلتوري آثارو په فهرست کې د هرات د زاړه ښار د شاملېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلی.

دا لړي تراوسه دوام لري او چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې مخه يې ونيسي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .