ډاکټر محمد داود صبا د هرات نوی والي وټاکل شو

ډاکتر صبا

ډاکتر صبا د جيالوجۍ يا مځک پېژندنې او معدن په ډګرونو کې په هند او کانادا کې زده کړې دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ ډاکتر محمد داود صبا د ډاکتر احمد يوسف نورستاني پر ځای د هرات د والي په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی صبا په هرات کې د خپل لومړني خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د امنيت او ثبات ساتل او دا راز د ابتدايي او لوړو زده کړو څرنګوالي ته پاملرنه به د ده د کار اصلي لومړيتوبونه وي.

د هرات نوي والي ډاکټر محمد داود صبا د ولايت ودانۍ ته تر تلو مخکې د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې وينا واوروله او په مختلفو امنيتي کلتوري او اقتصادي ډګرونو کې يې د خپلو پروګرامونو په هکله څرګندونې وکړې.

نوموړي وروسته د هرات د والي په توګه د خپل لومړني خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې د امنيت او ثبات ساتل او دا راز د ابتدايي او لوړو زده کړو څرنګوالي ته پاملرنه به د ده د کار اصلي لومړيتوبونه وي:

''زما د کار اصلي لومړيتوب به په هرات کې د امنيت او ثبات ساتل وي په هرات کې د ښوونځيو په کچه د تعليماتو او د لوړو زدوکړو نظام ته ډيره بنسټيزه پاملرنه به هم زما د کار په اصلي لومړيتوبونو کې وي.''

ښاغلي صپا په دې خبري ناسته کې د يوي پوښتنې په ځواب کې د امنيت په تړاو وويل چې دی به په سيمه کې ټولو ناراضي وګړو ته بلنه ورکړي چې مخالفت پرېږدي او د ستونزو د هوارولو لپاره دې له زغم نه کار واخلي خو ده دا خبرداری هم ورکړ چې که څوک وغواړي په سيمه کې امنیت ګډوډ کړي نو سخت او قانوني چلند به ورسره وکړي.

د هرات نوي والي دا راز ژمنه وکړه چې په هرات کې به په ځانګړې توګه د صنعتي او کرنيزو څانګو د ودې او انکشاف لپاره هڅه وکړي.

ډاکتر صبا د جيالوجۍ يا مځک پېژندنې او معدن په ډګرونو کې په هند او کانادا کې زده کړې دي.

نوموړی تر دې وړاندې د ولسمشر سلا کار و او تر هغو پخوا يې په نړيوالو مؤسسو کې هم کار کړي. ‌

هرات له پلازمينې کابل وروسته د افغانستان له کليدي ولايتونو څخه دی که څه هم ويل کيږي داکتر صبا چې په اصل کې د هرات د ګذرې ولسوالۍ دی د دې ولايت د ظرفيتونو او واقعيتونوپه هکله پوره مالومات لري خو دا به د وخت به تېرېدو سره جوته شي چې نوموړی په دې نوې دنده کې څومره کاميابي ترلاسه کولی شي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .